د کندهار د بهرنیو چارو رئیس د پاکستان د سرکونسل او د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني له مسئولینو سره وکتل

  د سې شنبې په ورځ د کندهار د بهرنیو چارو رئیس مولوي عبدالشکور حقاني د پاکستان د سرکونسل نعیم خان سره وکتل، چي پرمهال یې د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئیس حاجي محمدصدیق مهمند او یوشمېر نورو سوداګرو هم حضور درلود.   یاده لیدنه، چي د کندهار د بهرنیو چارو په ریاست […]

 

د سې شنبې په ورځ د کندهار د بهرنیو چارو رئیس مولوي عبدالشکور حقاني د پاکستان د سرکونسل نعیم خان سره وکتل، چي پرمهال یې د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئیس حاجي محمدصدیق مهمند او یوشمېر نورو سوداګرو هم حضور درلود.

 

یاده لیدنه، چي د کندهار د بهرنیو چارو په ریاست کي جوړه سوې وه، پکښي د صادراتو او وراداتو په برخه کي سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه بحث او خبري وسوې.

 

همدا راز غونډه کي سوداګرو ته د وېزو، د لندو مېوو د ټکسټ، د دروازې ۲۴ ساعته خلاصون او ګڼو نورو موضوعاتو په اړه هم بحث او خبري وسوې.