نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
۲۰ ليندۍ ۱۴۰۰ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارسمبال وزير مولوی عبدالرحمن راشد د کندهار د انارباغ دکرنې او مالدارۍ کمپلکس څخه ليدنه وکړه. ددې بڼ د ليدو پرمهال ښاغلی راشد وويل:”د انارباغ کمپلکس جوړول د خصوصي سکټور له ارزښتناکو کړنو څخه دی، چې زموږ سلګونو هېوادولو ته د کار زمينه برابروي”. دکرنې سرپرست […]
۲۰ ليندۍ ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارسمبال وزير مولوی عبدالرحمن راشد د کندهار د انارباغ دکرنې او مالدارۍ کمپلکس څخه ليدنه وکړه. ددې بڼ د ليدو پرمهال ښاغلی راشد وويل:”د انارباغ کمپلکس جوړول د خصوصي سکټور له ارزښتناکو کړنو څخه دی، چې زموږ سلګونو هېوادولو ته د کار زمينه برابروي”.
دکرنې سرپرست وزير له خصوصي سکټور څخه وغوښتل، چې دکرنې په برخه کې دې لاډېرې پانګونې وکړي.
“له پانګوالو غواړو چې خپل وطن ته دې راشې او دلته پانګونه وکړي، دکرنې وزارت ژمن دی، چې دوی ته اسانتياوې برابرې کړي، پانګوالو ته د امکان ترکچې هر ډول امکانات او اسانتياوې برابروو تر څو راشي او په دې برخه کې کار وکړي”.
د انارباغ دکرنې او مالدارۍ کمپلکس د کندهار د دامان په ولسوالۍ کې د خصوصي سکټور تر ټولو ستره پانګونه ده چې پراخوالی يې ۱۱۰۰جريبه ځمکه ده او پنځه کاله مخکې جوړه شوې ده.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.