نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د کندهار د ازادو خبريالانو د مرکز د مسئولينو په غوښتنه يو شمېر خبريالانو د سه شنبې په ورځ په اطلاعات او فرهنګ رياست کي له مسئولينو سره د همږغۍ ناسته ترسره کړه، چي پر مهال ئې د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رئيس مولوي نور احمد سعيد، د اطلاعات او فرهنګ رياست مرستيال ملا […]
د کندهار د ازادو خبريالانو د مرکز د مسئولينو په غوښتنه يو شمېر خبريالانو د سه شنبې په ورځ په اطلاعات او فرهنګ رياست کي له مسئولينو سره د همږغۍ ناسته ترسره کړه، چي پر مهال ئې د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رئيس مولوي نور احمد سعيد، د اطلاعات او فرهنګ رياست مرستيال ملا شمس الله صميم، د کندهار د ازادو خبريالانو د مرکز مسئول احمد لودين، د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسئول حافظ محمد اصف حکيمي، د يو شمېر رسنيو استازو او خبريالانو ګډون کړی وو.
د غونډي په شروع کي د ازادو خبريالانو د مرکز مسئول احمد لودين خبري وکړې، نوموړي د يو شمېر خبريالانو او رسنيو ستونزي بيان کړې او د مسئولينو څخه ئې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
نوموړي زياته کړه، چي د ټولو رياستونو مسئولين دي خبريالانو ته پر وخت باندي معلومات ورکړي تر څو پر وخت باندي کره خبرونه نشر سي او هم دي د حوزو امرين د خبر جوړولو پر مهال د خبريالانو سره همکاري وکړي.
ښاغلي لودين غوښته وکړه، چي د ا.ا.ا له لوري، چي په کندهار کي مهمي غونډي او پروګرامونه جوړيږي بايد ټولو خبريالانو ته خبر ورکړل سي، تر څو موضوع په ښه ډول تر خبري پوښښ لاندي راسي.
نوموړي په ۱۵ ورځو کي د خبريالانو او د ا.ا د مسئولينو تر منځ د همږغۍ د ناستي جوړولو غوښتنه هم وکړه، چي دغه چاره به د خبريالانو او د مسئولينو تر منځ ډېره ښه همږغي رامنځته کړي.
راغلو يو شمېر نورو خبريالانو او د رسنيو استازو هم خبري وکړې، ستونزي، لاسته راوړني او خپلي غوښتني ئې مطرح کړې، دوی ډاډ وړاندي کړ، چي په پوره همږغي او منظم شکل به خپلو چارو ته دوام ورکوي، د نظام، کندهار او افغانستان د ګټو له پاره به خپل د خبريالۍ سپېڅلی مسلک مخته بيايي.
وروسته د اطلاعات او فرهنګ رئيس مولوي نور احمد سعيد خبري وکړې، ټولو خبريالانو ته ئې ښه راغلاست ووايه او ډاډ ئې ورکړ، چي په لنډه موده کي به د افغانستان په کچه د رسنيو له پاره ډېر واضح او منظم طرزالعمل جوړ سي، چي له مخي به ئې رسنيو او خبريالانو ته ډېري اسانتياوي رامنځته سي.
ښاغلي سعيد زياته کړه، چي د ا.ا مسئولين د رسنيو او خبريالانو حقونو ته په پوره ډول ژمن دي او دا د دې ښکاره ثبوت دئ، چي د تېر نظام په پرتله اوس مهال پر خبريالانو باندي زيات بنديزونه نسته او په ډاډه زړه خپل رسنيز فعاليتونه ترسره کوي.
د اطلاعات او فرهنګ رئيس مولوي نور احمد سعيد ټولو خبريالانو او د رسنيو مسئولينو ته ډاډ ورکړ، چي د خبر جوړلو پر مهال هيڅ مشکل نسته او هر رياست به دوی ته په ښه ډول معلومات ورکوي، خو لوموړي بايد اطلاعات او فرهنګ رياست په جريان کي واچول سي، تر څو خبريال ته د راپور جوړلو په برخه کي ټولي اسانتياوي برابري کړي.
په ورستيو کي د اطلاعات او فرهنګ رئيس د خبريالانو څخه غوښتنه وکړه، چي پر ممهو موضوعاتو دي، څېړنيز او تحقيقي راپورونه جوړ سي، تر څو لاسته راوړني، ستونزي او اړتياوي په ښه ډول مشخصي سي.
د کندهار امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسئول حافظ محمد اصف حکيمي هم خبري وکړې، نوموړي د هغو شکايتونو او غوښتنو په اړه وضاحت وړاندي کړ، چي د خبريالانو له لوري ورته راجع وې.
نوموړي زياته کړه، چي تر ډېره حده پوري ئې هغه ستونزي حل کړي، چي په ټولنه کي د خبريالانو او امنيتي کسانو تر منځ پيدا سوي وې؛ ښاغلي حکيمي د بيلګي په توګه ځينو پيښو ته اشاره وکړه، چي په ډېره لنډه موده کي حل سوي او بيا خبريالان د هغه ادرس څخه نه وه په شکايت سوي.
ښاغلي حکیمي يادونه وکړه، چي د خبريالانو د کارونو د لا ښه کېدو له پاره د ټولو حوزو د مسئولينو سره د امنيه قوماندانۍ د مسئولينو يوه ناسته ترسره کيږي، چي پر مهال به ئې لا زيات ټينګار وسي، چي خبريالانو خوندي کاري چاپيريال رامنځته سي، تر څو هغوی خپل کارونه په ښه او ډاډه زړه مخته يوسي.
د يادولو ده، چي په راتلوونکي کي به د خبريالانو او مسئولينو تر منځ د همږغۍ دا ډول نوري غونډي او ناستي هم ترسره شي
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.