د کندهار او هلمند یو شمېر نورو خصوصي پوهنتونونو هم د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره وړیا سکالرشیپونه اعلان کړل

الامارة: ۱۴۴۵ ربیع الاول ۲۴ د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست الحاج خلیل الرحمان حقاني کندهار ولایت ته خپل سفر په ترڅ کې ددغه ولایت ملالۍ، لمر، سبا، بینوا او د هلمند ولایت بست پوهنتونونو له رئیسانو او استازو سره ولیدل په دغه ناسته کې چې د ملالۍ پوهنتون د ناستو په تالار کې ترسره […]

الامارة: ۱۴۴۵ ربیع الاول ۲۴

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست الحاج خلیل الرحمان حقاني کندهار ولایت ته خپل سفر په ترڅ کې ددغه ولایت ملالۍ، لمر، سبا، بینوا او د هلمند ولایت بست پوهنتونونو له رئیسانو او استازو سره ولیدل
په دغه ناسته کې چې د ملالۍ پوهنتون د ناستو په تالار کې ترسره شوه، د مهاجرینو چارو وزیر د یادو پوهنتونونو له مشرانو مننه وکړه او زیاته یې کړه علمي ادارې دې زدکړې داسې معیاري کړي، چې نورو هېوادونو ته د تګ اړتیا پیدا نشي، په تېر کې هېواد هغه خلکو ډېر وران کړ، چې نورو هېوادونو ته د تحصیل او زدکړو لپاره تللي و، مونږ باید خپل بچيان په داسې روحیه وروزو چې د شخصي ګټو پرځای هېواد ته ژمن وي
نوموړي وویل، د ٤٠ لکو شهیدانو وینې په علم او زدکړو ساتل کېږي او تاسو ددغه میدان اتلان یاست
د یادو پوهنتونونو استازو هم ژمنه وکړه، چې په راستنېدونکو مهاجرینو کې څوک زمونږ سره د کار وړتیا ولري دوی به یې له ځان سره په کارونو وګماري
په دغه ناسته کې د ملالۍ پوهنتون لخوا د طب، حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې ١٠٠ وړیا سکالرشیپونه، د سبا پوهنتون لخوا د اقتصاد او کمپیوټر ساینس په برخه کې ١٠٠ وړیا سکالرشیپونه، د بېنوا پوهنتون لخوا د کمپیوټر ساینس او انجنیرۍ په برخه کې ١٠٠ وړیا سکالرشیپونه، د لمر پوهنتون لخوا ١٠٠ وړیا سکالرشیپونه اعلان شول
همدا راز د هلمند د بوست پوهنتون به د حقوقو، ښوونه او روزنه او انجنیرۍ په برخه کې ٨٠ فیصده تخفيف سره راستنېدونکو زده کوونکو ته چوپړ وړاندې کوي