د کندهار او دوبۍ ترمنځ دوه اړخیزه پروازونه پيل شول

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۴) د افغانستان اسلامي امارت له حاکمېدو څخه وروسته د لومړي ځل لپاره د کام ایر هوايي شرکت له لوري د کندهار او دوبۍ ترمنځ لومړنی پرواز دوبۍ ته رسماً پيل سو، چي په همدې موخه جوړو سویو مراسمو کښي په سویل کي د هوايي ځواک مسئول مولوي فتح‌الله منصور، د احمدشاه بابا […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۴) د افغانستان اسلامي امارت له حاکمېدو څخه وروسته د لومړي ځل لپاره د کام ایر هوايي شرکت له لوري د کندهار او دوبۍ ترمنځ لومړنی پرواز دوبۍ ته رسماً پيل سو، چي په همدې موخه جوړو سویو مراسمو کښي په سویل کي د هوايي ځواک مسئول مولوي فتح‌الله منصور، د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر رئیس حافظ عصمت‌الله یعقوب، د زون په کچه د کام ایر هوايي شرکت مسئول مولوي نورعلي حیدري، د کندهار ولایت مقام ویاند او یوشمېر نورو مسئولینو حضور درلود.

د احمدشاه‌بابا نړیوال هوايي ډګر رئیس حافظ عصمت‌الله یعقوب لومړی خوښي وښودله او وروسته یې په خپلو خبرو کي وویل؛ له کام ایر هوایي شرکت سره یې په ګډه ددې پرازونو د ترتیب په برخه کي شپه او ورځ هڅي کولې؛ چي الحمدالله هڅي یې بریالۍ سوې او د افغانستان اسلامي امارت له حاکمېدو څخه وروسته نن رسماً د کندهار او دوبۍ ترمنځ د کام ایر هوايي شرکت دوه اړخیزه پرازونه پيل او نن په لومړني پرواز کښي ۴۴ مسافرین دوبۍ انتقال سول.

د زون په کچه د کام ایر هوايي شرکت مسئول مولوي نورعلي حیدري وویل؛ داچي کندهار په ډېر شمېر سوداګر او صنعت‌کاران لري؛ نو ددې اړتیا وه، چي د کندهار او دوبۍ ترمنځ کام ایر هوايي شرکت دوه اړخیزه پروازونه پيل کړي، چي په خبره یې له دې وروسته به له کندهار څخه د شنبې په ماښام دوبۍ ته او د یکشنبې په ورځ سهار به بیا د دوبۍ څخه کندهار ته پرواز وسي.

مولوي نورعلي حیدري زیاته کړه؛ دا یې له کندهاره بهرنیو هیوادنو ته د پروازونو یوه دروازه پرانیستله، چي په خبره یې؛ شرکت یې راتلونکي کي پلان لري او هم په دې برخه کي له مسئولینو او سوداګرو سره خبري رواني دي، ترڅو د کندهار ـ ډهلي او د کندهار ـ چین ترمنځ دوه اړخیزه پروازونه پيل کړي.