د کندهار امنیه قومندان د ټولو حوزو له آمرینو او د ټولو ولسوالیو له امنیه قومندانانو سره وکتل

  د چهارشنبې په ورځ د کندهار امنیه قومندانۍ د غونډو په تالار کښي د کندهار امنیه قومندان مولوي رحیم الله محمود د کندهار د ټولو حوزو له آمرینو او د ټولو ولسوالیو له امنیه قومندانانو سره وکتل. لیدنه کي د کندهار امنیه قومندان د ټولو حوزو له آمرینو او د ولسوالیو له امنیه قومندانانو […]

 

د چهارشنبې په ورځ د کندهار امنیه قومندانۍ د غونډو په تالار کښي د کندهار امنیه قومندان مولوي رحیم الله محمود د کندهار د ټولو حوزو له آمرینو او د ټولو ولسوالیو له امنیه قومندانانو سره وکتل.

لیدنه کي د کندهار امنیه قومندان د ټولو حوزو له آمرینو او د ولسوالیو له امنیه قومندانانو څخه وغوښتل، ترڅو له ولس سره ښه چلند وکړي، د ولس د عزت او مال ساتنه په ښه ډول وکړي او د ټولو جرمونو پر وړاندي چټک ګامونه واخلي.

همدا راز ئې د لا ښه امنیت خوندي کېدو او زیاتي همږغۍ راوستلو په موخه د ټولو نظرونه او ددې ترڅنګ په یوشمېر برخو کي ستونزي واورېدې.

چهارشنبه: ۱۴۴۳/۸/۲۷