نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د اطلاعات او فرهنګ وزارت سرپرست محترم ملا خير الله خير خواه په کندهار کي د “سنو فارما” د درملو تولیدي فابرېکې څخه ليدنه وکړه، چي پر مهال ئې کندهاري سوداګر او پانګوال هم حاضر وه. د اطلاعات او فرهنګ وزارت سرپرست په کندهار کي د درملو د دومره لويي او معیاري فابرېکې […]
د اطلاعات او فرهنګ وزارت سرپرست محترم ملا خير الله خير خواه په کندهار کي د “سنو فارما” د درملو تولیدي فابرېکې څخه ليدنه وکړه، چي پر مهال ئې کندهاري سوداګر او پانګوال هم حاضر وه.
د اطلاعات او فرهنګ وزارت سرپرست په کندهار کي د درملو د دومره لويي او معیاري فابرېکې موجودیت د ټولو هيوادوالو له پاره د وياړ ځای یاد کړ او خوښي ئې څرګنده کړه، چي د “سنوفارما” د درملو توليدي فابریکه به تر ډېر ځایه د هیواد په کچه د درملو ستونزه حل او د وخت په تېرېدو سره به ئې تولید سوي درمل تر نورو هيوادونو پوري ورسيږي.
راغلو سوداګرو د اطلاعات او فرهنګ وزارت له سرپرست سره د پانګوني او سوداګرۍ په برخه کي د ځينو ستونزو او اندېښنو په شریکولو سره وویل چي د منظم برق نشتون یو لویه ستونزه ده چي د تولیدي فابرېکو د کار کولو مخ یې ډب کړې ده، هغوی پدې برخه کي د ا.ا څخه د بشپړي همکارۍ غوښتنه وکړه او په ځینو نورو برخو کي ئې د امکاناتو په برابرولو کي د اسانتياوو رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
د ا.ا په استازیتوب د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ښاغلي ملا خير الله خير خواه د بشپړي همکارۍ ډاډ ورکړ او له ټولو تجارانو او پانګه والو څخه ئې مننه وکړه، چي په هيواد کي دننه ئې د سختو حالاتو سره سره پانګونه کړې.
نوموړي یادونه وکړه، چي ا.ا به تجارانو ته د اسانتياوو په برابرولو کي د امکان تر حده هيڅ ډول امکانات درېغ نه کړي او په پای کي ئې یو ځل بیا ټول سوداګر په هيواد کي دننه پانګوني ته را وبلل.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.