نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د چهارشنبې په ورځ د کندهار په اطلاعات او فرهنګ رياست کي د د ارواښاد عبدالحي مطمئن د لومړي تلين لمانځلو له پاره مراسم جوړ سوي وه، چي پر مهال ئې د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رئيس مولوي نور احمد سعيد، ليکوال او شاعر حيات الله رفيقي، استاد نور احمد قرانمل، ليکوال او […]
د چهارشنبې په ورځ د کندهار په اطلاعات او فرهنګ رياست کي د د ارواښاد عبدالحي مطمئن د لومړي تلين لمانځلو له پاره مراسم جوړ سوي وه، چي پر مهال ئې د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رئيس مولوي نور احمد سعيد، ليکوال او شاعر حيات الله رفيقي، استاد نور احمد قرانمل، ليکوال او شاعر عبدالقیوم مينه وال، ليکوال او شاعر احمد فاني او لسګونو نورو ليکوالانو او د ادب مينه والو ګډون کړی وو.
په ياده غونډه کي ليکوالانو مقالې ولوستلې، د مرحوم مطمئن پر علمي او ټولنيز ژوند وږغېدل او هم ئې د ارواښاد کړي خدمتونه ياد کړل.
د اطلاعات او فرهنګ رئيس مولوي نور احمد سعيد د خپلي مقالې پر مهال وويل، چي ارواښاد مطمئن دیني عالم، خوږ ژبی نطاق، ریالیست شاعر، برلاسی لیکوال او د سیاسي او ټولنیزو چارو تکړه شنونکی وو.
نوموړي زياته کړه، چي ارواښاد مطمئن صاحب ډېر شعرونه، سیاسي تحلیلونه، مقالې او کالمونه لیکلي، په مختلفو چاپي او برېښنایي رسنیو کي خپاره سوي دي؛ د ارواښاد مطمئن صاحب نظم او نثر له ځانګړي سلاست او کیف څخه برخمن دي، ان د فکر او عقیدې مخالفین یې هم د شعر او نثر پر خوږوالي او قوت اعتراف کوي.
ښاغلي سعيد د خپلو خبرو په دوام وويل، چي خدای بخښلی مطمئن صاحب چي په اویا یمه لسیزه کي د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس وو، په سختو شرایطو کي ئې په تیاره کندهار کي د ادب او فرهنګ ډېوه بله کړه، خاموش او فرار سوي پتنګان یې پر را ټول کړل او د نوموړي په هڅو ادبي بانډارونه، مشاعرې او چاپي خپروني بیا پیل سوې.
هغه وخت په ټول کندهار کي هیڅ یوه علمي، ادبي او فرهنګي خپرونه نه خپرېدله، د طلوع افغان جریدې او کندهار مجلې په دفترونو کي توپکیانو جنګي سپي ساتل، د چرسو خړوسکي به ځني پورته کېدلې، فرهنګي او تعلیمي ادارې د مظلومو هیوادوالو د شکنجو او اخلاقي فساد مرکزونه ول، خو د طالبانو اسلامي تحریک چي کندهار او ګاونډي ولایتونه له شر او فساد څخه خلاص کړل، په ټولو مفتوحه سیمو کي یې دولتي، تعلیمي او فرهنګي ادارې بیا ترمیم او فعالې کړې.
د کندهار د هغه وخت د مطبوعاتي، ادبي او فرهنګي بنسټونو او بهیرونو په وده او پراختیا کي د ملا امیر خان متقي، مولوي وکیل احمد متوکل، مرحوم استاد انجينر عبد الله ګل ریان، مرحوم مولوي سید محمد حقاني، شهید محمد حسین مستسعد او ارواښاد ملا عبدالحي مطمئن نقش بېخي بارز دئ.
د راواښاد مطمئن د لومړي تلين لمانځلو پر مهال نورو ويناوالو هم مقالې ولوستلې، ښاغلي عبدالقيوم مينه وال، احمد فاني او استاد نور احمد قرانمل د مرحوم مطمئن پر ټولنيز او علمي ژوند هر اړخيز بحث وکړ، د هغه سره هغه خاطرې ئې هم يادي کړې، چي د دوی سره تر اوسه په ذهن کي موجودي دي.
ليکوالانو او مقاله لوستونکو د اطلاعات او فرهنګ رياست څخه مننه وکړه، چي د هغو نوموتو خو ورکو سوو ليکوالانو او عالمانو تلينونه لمانځي، چي تشه ئې د افغانانو له پاره لويه ضايع وي او په هيڅ صورت ئې بايد کړي خدمتونه او کارنامې هېري نه سي.
مرحوم عبدالحي مطمئن په ۱۳۹۹ کال د سلواغلې پر څلورمه د دې فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړې، هغه د تېر ا.ا پر مهال د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رئيس او د ا.ا وياند وو، د دې تر څنګ ئې ليکوالي او شاعري هم کول او زيات وختونه ئې علمي او ادبي بانډارونه جوړول.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.