د کندهارښاروالۍ اداري مجلس  ترسره شو

  اداري مجلس چې دکندهار ښاروالۍ د مرستیال قاري مسافر ترمشرۍ لاندي جوړ شو پر مهال یي د ښاروالۍ اړوندو ریاستونو،امریتونواومدیریتونو مسؤلینو ګډون کړي وو. اداري مجلس پر لاندي موضوعاتو مفصلي خبري او فیصلې وکړی : د ښاري نظم په اړه مفصلې خبري وشوي  او د ښه کولو په اړه لازم تصامیم ونیول شول. د […]

 

اداري مجلس چې دکندهار ښاروالۍ د مرستیال قاري مسافر ترمشرۍ لاندي جوړ شو پر مهال یي د ښاروالۍ اړوندو ریاستونو،امریتونواومدیریتونو مسؤلینو ګډون کړي وو.

اداري مجلس پر لاندي موضوعاتو مفصلي خبري او فیصلې وکړی :

  1. د ښاري نظم په اړه مفصلې خبري وشوي  او د ښه کولو په اړه لازم تصامیم ونیول شول.
  2. د عوایدو راپور واورېدل شو او د بوديجې پیشبیني په اړوند مفصلي خبري او فیصلې وشوي .
  3. د دکانونو د کرایو د تصفیې په اړه خبري وشوي .
  4. د اړوندو قراردادونو په اړه خبري او فیصلې وشوې.
  5. په ناحیو کښي د ګذرونو د وکیلانو پر طرزالعمل او نورو مهمو ښاري موضوعاتو خبري اوفیصلې وشوې.

وروسته د کندهار ښاروالۍ مرستیال قاري مسافر دچارو د لا شفافیت په اړوند لازم هدایتونه وفرمایل اداري غونډه غرمه مهال ددعاپه ویلوسره پای ته ورسېد.