نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الحاج مولوي عبدالرحمن حليم چي د اسلامي امارت د زعیم عاليقدر أميرالمومنين حفظه الله د حکم په اساس د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د مالي او اداري معين په توګه ټاکل شوی وو؛ نن د يوې غونډې په ترڅ کې ددغه وزارت کارکوونکو ته د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د سرپرست […]
الحاج مولوي عبدالرحمن حليم چي د اسلامي امارت د زعیم عاليقدر أميرالمومنين حفظه الله د حکم په اساس د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د مالي او اداري معين په توګه ټاکل شوی وو؛ نن د يوې غونډې په ترڅ کې ددغه وزارت کارکوونکو ته د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د سرپرست وزير الحاج ملا محمد يونس اخندزاده لخوا ور وپېژندل شو او رسماً يې په خپله دنده پيل وکړ.
په یاده پېژند غونډه کې مخکیني مالي او اداري معین معراج الدین شمس، د بیلا بیلو ریاستونو ریسانو او کارکوونکو ګډون کړی وو.
غونډه د قرانکريم د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه، وروسته د ياد وزارت د پلان او پاليسي د عمومي رياست سرپرست مولوي عبدالکريم فاتح د موضوع اړوند وينا وکړه او د اسلام د مبارک دین په رڼا کې يې د مسئوليت او اطاعت په اړه علمي څرګندونې وکړې، وروسته د وزارت مخکیني معین ښاغلي شمس خبرې وکړې او ویې ویل، چې مشري خپله یو دروند بار او ستر مسوولیت دی او ما په خپل تیر درې کلن ماموریت کې هم دا هڅه کړې چې خپلې را سپارل شوې دندې ته ژمن پاتې شم، ښاغلي شمس د خپلو خبرو په وروستیو کې نوي مالي او اداري معین ښاغلي مولوي عبدالرحمن حليم ته له خپله اړخه د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او هيله يې څرګنده چې ورسپارل شوی خدمت په برياليتوب سره ترسره کړي.
د غونډې په پای کې الحاج ملا محمد يونس اخندزاده غونډې ته ارزښتناکه وينا وکړه، نوموړي په خپله وينا کي د مسئوليت اداء کولو او په دندو کي د تغيير او تبدیل په اړه د اسلامي امارت پاليسي روښانه کړه او ټينګار يې وکړ چې د اسلامي امارت په چوکاټ کې منصب امتياز نه بلکه يو دروند مسؤلیت دی، ددغه مسئوليت سم اداء کولو لپاره اخلاص، تقوی او خپل خدمت ته تعهد په کار دی، نوموړي د خپلي وينا په پای کي د وزارت ټولو کارکوونکو ته توصیه وکړه چې خپلو چارو ته پوره متوجه وي او يو له بل سره د صميميت، همکارۍ او همږغۍ په فضاء کې خپل کارونه مخته يوسي.
غونډه د دعائيې په ويلو پای ته ورسېده.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.