د کرنې وزیر د کندهار له یو شمېر کوچیانو سره وکتل

  ۲۹ لیندۍ  ۱۴۰۰ هـ..ش ۱۵ جمادي الاول  ۱۴۴۳ هـ.ش د کرنې وزارت سرپرست مولوي عبدالرحمن راشد او د مالې او اداري چارو مرستيال مولوي فضل الباري فضلي د کندهار والي محمد يوسف وفا  په شتون د دغه ولایت له مخورو، او د کوچیانو له مشرانو سره وکتل. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست […]

 

۲۹ لیندۍ  ۱۴۰۰ هـ..ش

۱۵ جمادي الاول  ۱۴۴۳ هـ.ش

د کرنې وزارت سرپرست مولوي عبدالرحمن راشد او د مالې او اداري چارو مرستيال مولوي فضل الباري فضلي د کندهار والي محمد يوسف وفا  په شتون د دغه ولایت له مخورو، او د کوچیانو له مشرانو سره وکتل.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالرحمن راشد د کندهار د دامان، ارغنداب، ژیرۍ او شاولیکوټ ولسوالیو له کوچیانو او مخورو سره د لیدنې پر مهال د مالدارۍ په برخه کې د کوچیانو د رول په اړه خبرې وکړې او ویې ویل. : ” ګوچیان د هیواد پانګه ده او دوی د هېواد د د مالدارۍ په سکټورکې مهمه ونډه لري او دوي ته جدي پاملرنه  د کرنې وزارت له لومړیتوبونو څخه دی.”

په همدې حال کې کندهار والي د کوچیانو لپاره د کرنې وزارت له خوا برابر شوي فرصتونه وستایل او ویې ویل: موږ ډاډ ورکوو چې د کرنې او مالدارۍ هر هغه فرصتونه به برابروو چې کوچیان ورته اړتیا لري او له کوچیانو څخه مو غوښتنه دا ده چې په هر ډول شرایطو کې له نظام  څخه ملاتړ وکړي.