د کرنې سرپرست وزیر د هلمند له یوشمېر اوسیدونکو سره وکتل

۳ کب ۱۴۰۰ه‍.ش ۱۹ رجب ۱۴۴۳ ه‍.ق د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوي عبدالرحمن راشد، نن د خپل کار په دفتر کې د هلمند ولایت له یوشمېر قومي مشرانو سره په لیدنه کې د زمین‌داور کانال په هکله خبرې وکړې. په دې لیدنه کې د هلمند ولایت قومي مشرانو د یاد ټولګټې […]

۳ کب ۱۴۰۰ه‍.ش
۱۹ رجب ۱۴۴۳ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوي عبدالرحمن راشد، نن د خپل کار په دفتر کې د هلمند ولایت له یوشمېر قومي مشرانو سره په لیدنه کې د زمین‌داور کانال په هکله خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د هلمند ولایت قومي مشرانو د یاد ټولګټې پروژې د کار دپیل په پار خپل نظرونه او وړاندیزونه دکرنې سرپرست وزیر سره شریک کړل. دوی د یادې پروژې د کار د پیل غوښتونکي شول.
هغوی وویل، چې د زمین‌داور د کانال پروژه په هلمند کې د اوبولګولو له تر ټولوو مهمو پروژو څخه دی، چې زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې خړوبوي.
یاد مشران د کرنې له وزیر څخه وغوښتل چې د یاد کانال د کار د پیل په پار دې هدایت ورکړي.
په همدې حا ل کې دکرنې سرپرست وزیر د اوبولګولو د برخې سلاکارانو او رئیسانو ته هدایت ورکړ ترڅو ژر تر ژره دې د یاد کانال چارې پیل کړي چې د مقدماتي چارو تر تیب وروسته دي د بودیجې په هکله اقدام وشي.
د هلمند په ولایت کې د زمین‌داور کانال له ټولګټو پروژو څخه دی، چې لومړني چارې لکه ډيزاین او سروې یې ترسره شوي دي او د پیسې د شتون په صورت کې یې چار پیلېږي. دکرنې سرپرست وزیر د هلمند ولایت مشرانو سره ژمنه وکړه، چې د موضوع له تخنیکي ارزونې وروسته ددې کانال د جوړولو موضوع له رئیس الوزرا سره شریکوي، ترڅو د پیسې په هکله یې ژر ترژر پرېکړه ووشي.

دیدار سرپرست وزارت زراعت با شماری از باشنده‌گان ولایت هلمند
۳ حوت ۱۴۰۰
مولوی عبدالرحمن راشد سرپرست وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امروز در دفتر کارش با بزرگان ولایت هلمند دیدار کرد و در مورد آغاز کار کانال زمین‌داور بحث کرد.
باشنده‌گان هلمند به منظور شروع کار این پروژه عام‌المنفعه به وزیر زراعت پیشنهادات و نظریاتی‌شان را مطرح ساختند. آنها خواستار شروع کار این پروژه مهم و اساسی شدند آن‌ها گفتند که پروژه کانال زمین داور یکی از مهمترین پروژه‌های آبیاری در ولایت هلمند می‌باشد که هزاران جریب زمین را آبیاری می‌کند، از وزیر زراعت خواستار این شدند که در قسمت شروع کار آن هدایت دهد.
پس از آن وزیر زراعت به روساء و مشاورین بخش آبیاری هدایت داد که در این قسمت هرچه عاجل کار را شروع کرده و بعد از ترتیب کارهای مقدماتی پیرامون بودجه مالی آن اقدام می‌کنند.
کانال زمین داور یکی از پروژه‌های عام‌المنفعه در ولایت هلمند می‌باشد که کارهای ابتدایی چون سروی و دیزاین آن تکمیل شده و در صورت فراهم شدن پول تطبیق آن شروع می‌شود. سرپرست وزارت زراعت به حاضرین تعهد سپرد که پس از بررسی تخنیکی موضوع ساخت این کانال را به ریاست الوزرا مطرح می‌سازد تا هرچه زود تر در مورد پول آن تصمیم گرفته شود.