نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن له غرمې مخکې د هلمند ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د نوي ټاکل شوي رئیس مولوي عبدالباري شهاب تر مشرۍ لاندې د کرنې ریاست د غونډو په تالار کې اداري غونډه ترسره سوه، چې پکښې د یاد ریاست مسؤلینو ، امرینو ، مدیرانو او مسلکي کارمندانو ګډون درلود. غونډه د […]
نن له غرمې مخکې د هلمند ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د نوي ټاکل شوي رئیس مولوي عبدالباري شهاب تر مشرۍ لاندې د کرنې ریاست د غونډو په تالار کې اداري غونډه ترسره سوه، چې پکښې د یاد ریاست مسؤلینو ، امرینو ، مدیرانو او مسلکي کارمندانو ګډون درلود.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل سوه ، وروسته د یاد ریاست اړوند ټولو کارمندانو خپل ځانونه د کرنې ریاست نوي رئیس مولوي عبدالباري شهاب ته معرفي کړه.
پر ورته مهال د هلمند ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رئیس مولوي عبدالباري شهاب د اداري چارو د سمبالښت او مراجعینو ته پر وخت د خدماتو د وړاندې کولو په موخه لازمي سپارښتنې وکړې.
نوموړي دباختراژانس سره دخبرو پرمهال زیاته کړه چي ټولو ادارې کارمندانو څخه غوښتنه کوم،چې ټول کارمندان دي پر ټاکلي وخت خپلو دندو ته حاضر سي او ټول کارمندان باید په په سم ډول خپلي دندي ترسره کړي او په ورسپارل سوي دندو کې باید د پوره صداقت ، روڼتیا څخه کار واخلي.
په پای کې غونډه په دعائیه وینا سره پای ته ورسېدل.
۱۴۴۳/۸/۱۹ هــ ق
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.