نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د هلمند ولایت کرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د كجكي ولسوالۍ و هغو ۴۵۸ کورنيو ته چي څه موده مخکې حيواني خوراکه ورکول سوې وه ، دا ځل هري کورنۍ ته د بیلابیلو کرنیزو توکو ترڅنګ ۴۳۹۰ افغانۍ هم ورکول سوې. دغه پروسه چې د UNFAO موسسې په مالي او د ANCC […]
د هلمند ولایت کرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د كجكي ولسوالۍ و هغو ۴۵۸ کورنيو ته چي څه موده مخکې حيواني خوراکه ورکول سوې وه ، دا ځل هري کورنۍ ته د بیلابیلو کرنیزو توکو ترڅنګ ۴۳۹۰ افغانۍ هم ورکول سوې.
دغه پروسه چې د UNFAO موسسې په مالي او د ANCC موسسې په تخنیکي همکارۍ پیل شوې ده ، د کجکي ولسوالۍ ترڅنګ به د ګڼو نورو ولسوالیو بزګرو او مالدارانو سره هم مرستي ترسره سي.
ددې مرستو په لړ کې ۷۵۰ بزګرو ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخمونه ، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره ، ۹۰۰ کورنیو ته ۸ ډوله د سبزیجاتو اصلاح سوي تخمونه او د کرنې سامانونه ، ۴۵۸ مالدارانو هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو ګرامه حیواني خوراکه هم ویشل شوې ده.
په ورته وخت کې د کجکي ولسوالۍ بزګر او مالداران ددې ډول مرستو پر دوام ټینګار کوي اوغوښتنه کوي چې ددې ولسوالۍ پاتي مالدار او بزګر دي هم په دي پروسه کې شامل کړل سي
د کرنې ریاست مقام هڅه کوي چي د بیلابیلو موسساتو او نهادونو لپاره ددې ولایت په ګڼو ولسوالیو کې بزګرو او مالدارانو سره د مرستي او همکارۍ زمینه برابره کړي چې نږدې راتلونکي کې به یو شمیر نور موسسات هم خپل فعالیتونه پیل کړي.
نیټه: ۱۴۴۳/۹/۲۲ هـ ق.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.