نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الامارة (۱۴۴۴ ذوالقعده ۲۸مه شنبه) د کابینې ۳۵مه غونډه کې پرېکړه وشوه چې د وږي نهمه له افغانستانه د وروستي امریکايي عسکر د وتلو ورځ په تقویم کې رسمي رخصتي بلل کېږي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت یاده طرحه د نوي هجري قمري کال له پیل سره تائید ده. همدارنګه په بدخشان کې […]
الامارة (۱۴۴۴ ذوالقعده ۲۸مه شنبه)
د کابینې ۳۵مه غونډه کې پرېکړه وشوه چې د وږي نهمه له افغانستانه د وروستي امریکايي عسکر د وتلو ورځ په تقویم کې رسمي رخصتي بلل کېږي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت یاده طرحه د نوي هجري قمري کال له پیل سره تائید ده.
همدارنګه په بدخشان کې د ورېښمو لارې د سړک له اساسي اعمار «قیر کولو» ته اړتیا لرونکو برخو پرته د نورو ځایونو د جوړولو لپاره برابره شوې طرحه تائید ده او د کابینې د ۱۴مې ګڼې مصوبې پر اساس، اړوند ادارې باید اړیني کړنې ترسره کړي.
دا غونډه چې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل ښاغلي مولوي عبدالکبیر په مشرۍ تېره سه شنبه (ذوالقعده الحرام ۲۴/غبرګولي ۲۳) وشوه، د قرآن کریم له تلاوت او مقدماتي خبرو وروسته پر اجنډا بحث وشو.
غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د کابل سیند او نورو نامناسبو ځایونو کې د فاضلاب ټانکرونو د تخليې مخه باید ونیول شي، په همدې خاطر د چاپیریال ساتنې ملي ادارې په مشرۍ د ماليې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، اوبو او انرژۍ او د کور او ښار جوړولو وزارتونو او د کابل ښاروالۍ د استازیو په ګډون پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې په دې اړه مناسب ځایونه په ګوته او حللارې ورته ومومي.
د کابینې په دې ناسته کې د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمیسیون ته دنده وسپارل شوه، چې د بلخ مرکز کې د کود او برق شرکت اړوندو اپارتمانونو موضوع چې تر اوسه د یادې فابریکې د پخوانیو کارکوونکو په تصرف کې دي، په اصولي توګه حل کړي.
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې دا اونیزه ناسته د خیر په دعا پای ته ورسېده.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.