د کابینې ۳۰مه غونډه؛ د کونډو او یتیمانو د میاشتنۍ مرستې طرحه تائید شوه

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې په ۳۰مه غونډه کې د معلولینو، کونډو او یتیمانو لپاره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د میاشتنۍ نغدي مرستې طرحه تائید شوه. همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د تقاعد او معلولیت حقوق معاش نه ګڼل کېږي، ځکه خو امارتي ادارې د کار وړ متقاعدین بالمقطع او معلول کسان رسمي […]

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې په ۳۰مه غونډه کې د معلولینو، کونډو او یتیمانو لپاره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د میاشتنۍ نغدي مرستې طرحه تائید شوه.

همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د تقاعد او معلولیت حقوق معاش نه ګڼل کېږي، ځکه خو امارتي ادارې د کار وړ متقاعدین بالمقطع او معلول کسان رسمي ګمارلی شي.

دا غونډه چې د ښاغلي رئیس الوزراء‌ الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د رمضان المبارک ۱۹مه/د وري ۲۱مه ترسره شوه، د قرآن کریم له تلاوت او مقدماتي خبرو وروسته پر اجنډا بحث وشو.

غونډه کې اقتصادي کمېسیون ته دنده وسپارل شوه، چې د هرات (کشک – تیرپل) احتمالي حوزې د جیو فزیکي سروې ګانو د پلي کېدو د اعلان اړوند له څېړنې وروسته تصمیم ونیسي او همدارنګه د بوستان سبز کرنیز او مالدارۍ شرکت د حقوقي حیثیت تر معلومولو وروسته له پخوانیو ونډه والو سره د فعالولو اقدامات وکړي او که هغوی ستونزه لرله نو له نویو شرکتونو سره د مفاهمې پایله او طرحه دې کابینې ته وړاندې کړي.

همدارنګه د احصايې او معلوماتو ملي ادارې له لوري د برېښنايي تذکرو لپاره ۵۰۰ افغانۍ، د کاغذي تذکرو د نوي کولو، مثنی او تایید لپاره ۲۰۰ افغانۍ، د ماشوم د زېږېدنې کارت ۲۰۰ افغانۍ او د لویانو لپاره ۵۰۰ افغانۍ، په غیابي ډول د تذکرې د مثنی، وېش او یا تائید ۲۰۰ ډالر او د غیابي زېږېدنې کارت د وېش لپاره هم ۲۰۰ ډالر تائید شوې.

د کابینې په دې ناسته کې د درملو او خوړو ملي ادارې له لوري د بهرنیو کمپنیو او د درملو د اقلامو د ثبت کړنلار تصویب شوه او همدارنګه د ثور میاشتې ۲۰مه نېټه په کلیزه کې د صادراتو د ملي ورځې په نوم ونومول شوه.

د کابینې دا ناسته چې تېره دوشنبه ترسره شوه، د خیر په دعا پای ته ورسیده.