نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۷)دغه ناسته چې پرون دوشنبه د ربیع الثاني ۲۶مه (لړم ۳۰مه) د ښاغلي رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره شوه، د قرآن کریم له تلاوت او مقدماتي خبرو وروسته پر اجنډا بحث وشو. دې ناسته کې د اقتصاد وزارت په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې د […]
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۷)دغه ناسته چې پرون دوشنبه د ربیع الثاني ۲۶مه (لړم ۳۰مه) د ښاغلي رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره شوه، د قرآن کریم له تلاوت او مقدماتي خبرو وروسته پر اجنډا بحث وشو. دې ناسته کې د اقتصاد وزارت په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې د غیرفعالو سړو خونو د بیا فعالیت اړوند د کابینې د ۱۴۴۴/۲/۲۱ نېټې د (۱۱) مصوبې (۵) بند پرېکړې پر بنسټ د ګمارل شوي پلاوي له لوري جوړ شوی راپور مطالعه کړي، د هغوی د موندنو، وړاندیزونو او پایلو اړوند څېړنه ترسره او خپل نظر دې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي. همدارنګه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې بهرنیو هېوادونو ته د صادرېدونکو ډبرو سکرو د تخلیې، بارګیرۍ، پروسس او بسته بندۍ لپاره د کارځایونو جوړېدو اړوند د ا.ا.ا کابینې ۱۴۴۴/۳/۱۴ نېټې غونډې د (۱۰) ګڼه مصوبې (۳) بند له مخې د ټاکل شوي پلاوي راپور وڅېړي او په یاد راپور کې په ګوته شوې ځمکې تصفیه کړي او پایله یې د کابینې په ناسته کې شریکه کړي. د کابینې دې غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت په مشرۍ پلاوی مؤظف شو، چې د نړۍ په بیلابیلو هېوادونو کې د افغانستان د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو، فلزاتو او کاني موادو د نندارتونونو جوړولو په اړوند ګډه طرحه جوړه او د منظورۍ لپاره یې د ریاست الوزراء مقام ته وړاندې کړي. د کابینې دا ناسته په دعا سره پای ته ورسیده.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.