د کابل کندهار تر منځ د دوو ترافیکي پیښو د مرګ ژوبلې په اړه د اسلامي امارت د تسلیت پیغام

په خواشینۍ سره خبر شوو چې د کابل کندهار په لویه لاره دوه مرګونې ترافیکي پیښې رامنځته شوې چې له امله یې زموږ ۵۲ تنه هېوادوال شهیدان او ۶۵ تنه نور ټپیان شوي دي. انالله واناالیه راجعون یادې پیښې سخت ځورولي او غمجن کړي یو. د پیښې ټولو شهیدانو ته جنت الفردوس غواړو، د ټپیانو […]

په خواشینۍ سره خبر شوو چې د کابل کندهار په لویه لاره دوه مرګونې ترافیکي پیښې رامنځته شوې چې له امله یې زموږ ۵۲ تنه هېوادوال شهیدان او ۶۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
انالله واناالیه راجعون
یادې پیښې سخت ځورولي او غمجن کړي یو.
د پیښې ټولو شهیدانو ته جنت الفردوس غواړو، د ټپیانو لپاره د عاجلې شفا دعا کوو، د ټولو متضررو کورنیو سره ځان په دې غم کې شریک ګڼو او د زړه له کومې تسلیت ورته وایو.
اړوندو ارګانونو ته لارښونه کیږي چې هرڅه ژر دواړه پیښې وڅیړي، دقیق علت یې معلوم او په جدي توګه د داسې ناورینونو د تکرار مخنیوی وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت
۱۴۴۶/۶/۱۷ ھ ق
۱۴۰۳/۹/۲۹ ھ ش – ۲۰۲۴/۱۲/۱۹م
Message 03