نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۳) ښاري او چاپیریالي آسانتیاو ته د لاسي رسي په موخه، د څوارلسمې ناحیې اړوند د قلعه عبدالعلي په حاجي افضل سیمه کې د کوڅو کانګریټ چارې د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید او د ودانیزو چارو او ښاري ترانسپورټ د مرستیال انجنیر زمرک عامر یاسر له لوري د سیمې د اوسېدونکو په […]
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۳) ښاري او چاپیریالي آسانتیاو ته د لاسي رسي په موخه، د څوارلسمې ناحیې اړوند د قلعه عبدالعلي په حاجي افضل سیمه کې د کوڅو کانګریټ چارې د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید او د ودانیزو چارو او ښاري ترانسپورټ د مرستیال انجنیر زمرک عامر یاسر له لوري د سیمې د اوسېدونکو په ګډون د پټۍ په پرېکولو سره پیل شوې. دغه کوڅې څه باندې (۶) کیلو متره اوږدوالی او له دریو تر شپږ مترو پورې پراخوالی لري چې، له بست اڅکزي شرکت سره تر قرارداد وروسته، د کابل ښاروالۍ له بودجې څخه څه باندې (۳۱ )میلیونه افغانۍ لګښت راځي. د دې کوڅو په کانګریټ کېدو سره به د اورښتونو په موسم کې د خټو او خاورو د شتون له امله د سیمې اوسیدونکو ستونزې حل او ترڅنګ به یې خلکو ته ترانسپورټي آسانتیاوې هم رامنځته شي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.