نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې خپلې چارې یو ځل بیا د وروستیو تحولاتو له کبله د څو میاشتني ځند وروسته پیل کړې. د ا.ا.ا د رهبرۍ لخوا دې ادارې ته نوی عمومي سرپرست رئیس معرفي او په کار یې پیل وکړ. له دې وروسته به د چاپېریال ساتنې ملي ادارې چارې د پخوا په څیر د افغانستان […]
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې خپلې چارې یو ځل بیا د وروستیو تحولاتو له کبله د څو میاشتني ځند وروسته پیل کړې. د ا.ا.ا د رهبرۍ لخوا دې ادارې ته نوی عمومي سرپرست رئیس معرفي او په کار یې پیل وکړ. له دې وروسته به د چاپېریال ساتنې ملي ادارې چارې د پخوا په څیر د افغانستان ا.ا. له پالیسۍ سره سم پر مخ وړل کیږي. څرنګه چې لیدل کیږي د هوا ککړتیا هر کال د ژمي په موسم کې خورا لوړې کچې ته رسیږي او د ټولو ښاریانو په روغتیا مستقیمې اغیزې لري او د دې مخنیوی زموږ ټولو ګډ مسولیت دی. د چاپېریال ساتنې ملي اداره له ټولو دولتي ادارو او وزارتونو، د خصوصي سکتور تاسیساتو، لوړپوړیزه ودانیو، کورونیو او نورو ککړونوکو منابعو له مالکانو څخه په کلکه غوښتنه کوي ترڅو د هوا د ککړتیا د راکمولو او مخنیوي په موخه لازم تدابیر ونیسي. د دې اعلامیې د نشر څخه وروسته به د دې ادارې د نظارت او تفتیش مسوولین د کابل ښاروالۍ او اړونده ادارو سره په ګډه د هوا د ککړتیا د منابعو څخه څارنه کوي او له سرغړونکو سره به قانونی چلند کیږي. په پای کې بیا هم له ټولو درنو هیوادوالو، ښاریانو، علمای کرامو، مسولینو، صنعتکارانو، د ککړتیاوو د منابعو له مالکینو او رسنیو څخه غوښتنه کوو ترڅو د دې ګواښ په مخنیوي کې زموږ سره همکاري وکړي او خپله ایماني دنده او مسولیت اداء کړي. په درنښت د چاپېریال ساتنې ملي اداره
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.