نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۹) د کابل ښار د تاریخي ارزښتونو او آبداتو د ساتلو په موخه د کابل ښاروالۍ، اطلاعاتو او کلتور وزارت او د ښار جوړونې او ځمکو وزارت ترمنځ ګډه د همغږۍ غونډه ترسره شوه. په یاده غونډه کې د کابل سیند شاوخوا د تاریخي ودانیو پر ساتلو چې د کابل ښار تاریخي هویت […]
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۹) د کابل ښار د تاریخي ارزښتونو او آبداتو د ساتلو په موخه د کابل ښاروالۍ، اطلاعاتو او کلتور وزارت او د ښار جوړونې او ځمکو وزارت ترمنځ ګډه د همغږۍ غونډه ترسره شوه. په یاده غونډه کې د کابل سیند شاوخوا د تاریخي ودانیو پر ساتلو چې د کابل ښار تاریخي هویت بلل کیږي، او د کابل سیند له شاوخوا د ناقانونه تاسیساتو د پاکولو په اړه بحث او خبرې وشوې او اړینې پرېکړې ترسره شوې. په غونډه کې پرېکړه وشوه چې هیڅ حکمي او حقیقي شخص ته به اجازه ورنه کړي چې د معمارۍ د پخواني سبک سره په ټکر کې په یاده سیمه کې نوې رغونې وکړي. دغه راز په غونډه کې د کابل ښاروالۍ له لوري ډاډ ورکړل شو چې، په خپلو پلانونو او پروګرامونو کې به د کابل ښار د تاریخي او فرهنګي ارزښتونو او آبداتو ساتلو ته لومړیتوب ورکوي.
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.