د کابل ښاروالۍ لخوا، د انصاري څلورلارې د ښکلا چارې پیل شوې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۵) د ښاري ښکلا رامنځته کېدو په موخه د انصاري څلورلارې د ښکلا چارې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور له لوري پیل شوې. په یاده څلورلارې کې د ۱،۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۸ متره په لوړوالي ښایسته څلی ډیزاین شوی دی، […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۵) د ښاري ښکلا رامنځته کېدو په موخه د انصاري څلورلارې د ښکلا چارې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور له لوري پیل شوې.
په یاده څلورلارې کې د ۱،۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۸ متره په لوړوالي ښایسته څلی ډیزاین شوی دی، چې چارې به یې راتلونکې یوې میاشتې په کمه موده کې بشپړې شي.
په وروستیو کې یو شمېر سوداګر او د خصوصي سکټور غړو د ښار په آبادۍ او ښکلا کې برخه اخیستې ده او کابل ښاروالي د دوی لپاره اړینې آسانتیاوې برابروي.