د کابل ښار؛ په جنګلک سیمه کې د کوڅو کانګرېټ چارې دوام لري

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۹) د کابل ښاروالۍ له لوري د کوڅو جوړولو پر دوام، د اوومې ناحیې اړوند په جنګلک سیمه کې د ۲۶ کوڅو د کانګرېټ چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، لاهم روانې دي. د یادو کوڅو اوږدوالۍ ټولټال ۱۹۱۱ متره او پراخوالی یې له ۱،۵ تر ۳،۶ مترو پورې دی، چې […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۹) د کابل ښاروالۍ له لوري د کوڅو جوړولو پر دوام، د اوومې ناحیې اړوند په جنګلک سیمه کې د ۲۶ کوڅو د کانګرېټ چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، لاهم روانې دي.
د یادو کوڅو اوږدوالۍ ټولټال ۱۹۱۱ متره او پراخوالی یې له ۱،۵ تر ۳،۶ مترو پورې دی، چې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به په بنسټیزه توګه د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وړاندې شي.
د کار د ښه کیفیت د تضمین په موخه، د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د ریاست انجنیران د دې پروژې د تطبیق څخه په دوامداره توګه څارنه کوي.
د دې کوڅو او لښتیو په جوړېدو سره به د سیمې اوسیدونکو ته ډیر شمیر ښاري او چاپیریالي آسانتیاوې رامنځته شي.