د کابل ښار؛ د ملک اصغر څلورلاري د سمون او ښکلا چارې پیل شوې

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۰) د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست لخوا د پامیر ګروپ شرکت په مرسته، د ښار په مرکزي برخه کې د ملک اصغر څلورلارې د بیا رغونې او ښکلا چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو ریس قاري ولي ګل جواد په دې اړه وویل: په دې څلور لاره کې […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۰) د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست لخوا د پامیر ګروپ شرکت په مرسته، د ښار په مرکزي برخه کې د ملک اصغر څلورلارې د بیا رغونې او ښکلا چارې پیل شوې.
د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو ریس قاري ولي ګل جواد په دې اړه وویل: په دې څلور لاره کې به په پخواني او اوسني سبک او د کابل ښار تاریخې ارزښتونو په پام کې نیولوسره، یو ښکلی سمبول جوړشي.
د ډیزاین له مخې د دې څلورلارې د بیارغونونې په چاروکې د ښکلي سمبول سربیره، شنه سیمه، د اوبو فوارې، کټارې، د زینتي بوټو کرل او د جدولونو جوړول شامل دي چې، د جوړولو چارې به ېې د دوه میلیونه افغانیو په لګښت، له یوې میاشتې په کمه موده کې بشپړې شي.
د یادولو وړ ده چې، تر اوسه پورې د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له خوا د کابل ښار په بیلابیلو برخوکې (۱۵) څلورلارې بیا رغول شوې دي.