د کابل ښار، له کمپنۍ د برچي په لور د نوي جوړېدونکي سړک چارې پیل شوې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۷)د پنځمې ناحیې اړوند د قمبر څلورلارې بلاکونو ته مخامخ له قلعه ناظر د دیارلسمې ناحیې اړوند د برچي تر نقاش حمام پورې د نوي جوړېدونکي سړک د استملاک شویو کورونو ویجاړولو چارې پیل شوې. دکابل ښاروالۍ داستملاک رئیس انجنیر عبدالمتین حنیف وايي، چې دیاد سړک په اوږدو کې (۲۳۰) کورونه اوملکیتونه […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۷)د پنځمې ناحیې اړوند د قمبر څلورلارې بلاکونو ته مخامخ له قلعه ناظر د دیارلسمې ناحیې اړوند د برچي تر نقاش حمام پورې د نوي جوړېدونکي سړک د استملاک شویو کورونو ویجاړولو چارې پیل شوې.
دکابل ښاروالۍ داستملاک رئیس انجنیر عبدالمتین حنیف وايي، چې دیاد سړک په اوږدو کې (۲۳۰) کورونه اوملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، اوس یې عملاً د ویجاړولو چارې روانې دي.
د نوموړي په وینا د دغه سړک په جوړوېدو سره به دپنځمې او دیارلسمې ناحیو اوسیدونکو ته ترانسپورټي آسانتیاوي رامنځته او په یادو سیموکې به ترافیکي ګڼه ګوڼه هم کمه شي.
هغه زیاته کړه، چې د کورونو او ملکیتونو مالکانو ته به داستملاک قانون له مخې حقوق ورکړل شي.
ټاکل شوې ده چې یاد سړک به د ټولو برخو په ګډون په بنسټیزه توګه د (۲۲۰۰) متره په اوږدوالي او د (۳۰) متره په پراخوالي سره جوړ شي.
کابل ښاروالي هڅه کوي څو د ښاري پلان له مخې ښاریانو ته ترانسپورټي او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته کړي.