د کابل – جلال اباد پر لویه لاره د دوو ترافیکي پېښو له امله ۳۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د سیمه ییزو سرچینو له مخې، د کابل – جلال اباد پر لویه لاره د دوو جلا جلا ترافیکي پېښو له امله لږ تر لږه ۲۰ تنه مړه او ۱۸ تنه نور بیا ټپیان شوي دي. سرچینې زیاتوي، چې له دې دوو خونړیو ترافیکي پېښو څخه لومړۍ یې تېره شپه د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ […]

د سیمه ییزو سرچینو له مخې، د کابل – جلال اباد پر لویه لاره د دوو جلا جلا ترافیکي پېښو له امله لږ تر لږه ۲۰ تنه مړه او ۱۸ تنه نور بیا ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاتوي، چې له دې دوو خونړیو ترافیکي پېښو څخه لومړۍ یې تېره شپه د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ اړوند نارنج باغ سیمه کې د یوه کاسټر او سراچه ډوله موټر د ټکر له امله را منځ ته شوې ده.

په یاده پېښه کې ۸ تنو هیوادوالو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي، په مړو شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

‏بلخوا نن سهار مهال د کابل – جلال اباد پر لویه لاره د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ اړوند عزیز خان کڅ په سیمه کې د کرولا ډوله موټر او دوو سراچو تر منځ د ټکر له امله کابو ۱۲ تنه مړه او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې مړه شوي او ټپیان د مهترلام او ننګرهار حوزوي رغتونونو ته انتقال شوي دي.

هیواد کې ډېری ترافیکي پېښې د لارو د خرابوالي او د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله را منځ ته کیږي، چې ګڼو هیوادوالو ته یې مرګ ژوبله اړوي.