د کابل – جلال آباد د دویم لین سړک او استنادي دیوال د ترمیماتي پروژې کار جریان لري

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۰) د کابل ۔ جلال آباد د دویم لین سړک د ویجاړو برخو د ترمیم او ۱۴۹ متره استنادي دیوالونو د بیارغونې ترمیماتي پروژې کار د کابل ولایت د خاک جبار ولسوالۍ په غازي سیمه کې جریان لري. د کابل ولایت د ټولګټو رییس محترم مولوي عبدالولي محمد، د یادې ترمیماتي پروژې […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۰)
د کابل ۔ جلال آباد د دویم لین سړک د ویجاړو برخو د ترمیم او ۱۴۹ متره استنادي دیوالونو د بیارغونې ترمیماتي پروژې کار د کابل ولایت د خاک جبار ولسوالۍ په غازي سیمه کې جریان لري.
د کابل ولایت د ټولګټو رییس محترم مولوي عبدالولي محمد، د یادې ترمیماتي پروژې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه او ترسره شوې چارې یې مثبتې یادې کړې، قراردادي شرکت ته یې د کار د غوره کیفیت په موخه د کار په جریان کې د انټي فریز موادو څخه د ګټې اخیستنې لارښوونه وکړه.