نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (پنجشنبه ۱۴۴۴/ذي القعده ۲۲) د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني د تخنیکي او مشورتي بورد له غړو سره ناسته وکړه. په دغه ناسته کې د ښاري پلانونو د تحویلۍ د میکانیزم پر مسودې، عوایدو راټولولو او نورو بیلا بیلو موضوعاتو خبرې او نظرونه شریک شول. […]
الاماره (پنجشنبه ۱۴۴۴/ذي القعده ۲۲) د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني د تخنیکي او مشورتي بورد له غړو سره ناسته وکړه. په دغه ناسته کې د ښاري پلانونو د تحویلۍ د میکانیزم پر مسودې، عوایدو راټولولو او نورو بیلا بیلو موضوعاتو خبرې او نظرونه شریک شول. د ناستې په دوام، د تخنیکي بورد غړو د ښاري پلانونو د میکانیزم د مسودې پر تحویلۍ خپل نظرونه شریک کړل او د دې مسودې پر اړتیا یې ټینګار وکړ. محترم بامیاني وویل، د ښاری پلانونو جوړول او په ښه شکل یې تطبیق د کور او ښار جوړولو وزارت له عمده دندو څخه دي. دغه راز یې اړونده ریاستونو ته سپارښتنه وکړه، چې تر راتلونکې اونۍ هر ریاست خپل ټول معلومات، انساد او مدارک په ډیټابیس کې ځای پر ځای کړي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.