نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۰) د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له لوري ددریمې ناحیې له ګذر وکیلانو، دیني عالمانو، ځوانانو او دبیلابیلو اصنافو له استازو سره د ښاري فرهنګ د ودې او د ښاري تاسیساتو د ساتنې په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. دغونډې په پیل کې د خپرونو او […]
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۰) د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له لوري ددریمې ناحیې له ګذر وکیلانو، دیني عالمانو، ځوانانو او دبیلابیلو اصنافو له استازو سره د ښاري فرهنګ د ودې او د ښاري تاسیساتو د ساتنې په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. دغونډې په پیل کې د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس قاري واسع الله زاهد، په خپله ویناکې د غونډې موخې بیان کړې او ویې ویل چې، د ښارونو د آبادۍ لپاره د ذهنونو روښانه کول جدي اړتیا ده او د ښار آبادي او پرمختګ، د ښاریانو له هیوادنۍ مینې او احساس پرته ناشونی دی. وروسته په ټولنیزو او کلتوري چاروکې د کابل ښاروالۍ مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور، د خپلې وینا په ترڅ کې د ګذر وکیلانو مسئولیتونه په ډاګه کړل او ویې ویل چې، ګذر وکیل باید د خپلې سیمې په ټولو برخو کې د یوه پیژندل شوي او مسئول کس په توګه مسئولیت ادا کړي او په دې برخه کې هیڅ ډول ناغیړي د منلو وړ نه ده. د غونډې په وروستۍ برخه کې د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي، د ښارآبادۍ، زرغونتیا او پاکوالي په اړه یو شمېر ویډیويي کلپونه نندارې ته وړاندې شول چې، د ګډونوالو د خوښې وړ وګرځېدل.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.