د چاپيريال ساتني رياست مطبوعاتي همکارانو د يادي ادارې او اطلاعات او فرهنګ رياست تر منځ د ګډو فعاليتونو په اړه لنډ معلومات وړاندي کړل.

د سه شنبې په ورځ د چاپيريال ساتني رياست مطبوعاتي همکارانو د کندهار اطلاعات او فرهنګ رياست ته راغلي وه، دوی د اطلاعات او فرهنګ رياست ټولو مامورينو ته په دې اړه لنډه معلومات وړاندي کړل، چي چاپيريال ساتني رياست د اطلاعات او فرهنګ رياست سره کوم ګډ فعاليتونه لري او په څه ډول ئې […]

د سه شنبې په ورځ د چاپيريال ساتني رياست مطبوعاتي همکارانو د کندهار اطلاعات او فرهنګ رياست ته راغلي وه، دوی د اطلاعات او فرهنګ رياست ټولو مامورينو ته په دې اړه لنډه معلومات وړاندي کړل، چي چاپيريال ساتني رياست د اطلاعات او فرهنګ رياست سره کوم ګډ فعاليتونه لري او په څه ډول ئې بايد په مشترک ډول سرته ورسوو.
په يادو معلوماتو کي ټول هغه ټکي او ګډ فعاليتونه په ډاګه سول، چي چاپيريال ساتني رياست ئې د اطلاعات او فرهنګ رياست او نورو ادارو سره لري.
په معلوماتو کي تر ډېره پر دې باندي بحث وسو، چي فرهنګي ميراثونه او طبيعي ځايونه بايد په ګډه وساتل سي، ځکه فرهنګي ميراثونه او طبعي سيمي د افغانستان شتمني بلل کيږي او ساتنه ئې پر هر افغان فرض ده.
د ږغيز چاپيريال د کنټرول له پاره هم اړينه وبلل سول، چي چاپيريال ساتني رياست به د اطلاعات او فرهنګ رياست سره په ګډه کار کوي، تر څو په ښار کي ږغيز چاپيريال کنټرول کړي.
د يادولو ده، چي چاپيريال ساتني رياست د ټولو هغو رياستونو سره خپل د رياست معلومات شريکوي، چي د دوی سره ګډ مسئوليتونه لري، تر څو چاري په منظم ډول په ګډه سره مخته ولاړي سي.