نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۸) د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث نورالحق انور نن چهارشنبه ( ربيع الثاني ۲۸مه) له ازبکستانه پلورل شويو ۱۲۵ عرادې امبولانسونو عامې روغتيا وزارت ته د سپارلو په غونډه کې ګډون وکړ. دغه غونډه چې د ګمرکاتو د ملي عوايدو اکاډمۍ په تالار کې جوړه شوې […]
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۸) د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث نورالحق انور نن چهارشنبه ( ربيع الثاني ۲۸مه) له ازبکستانه پلورل شويو ۱۲۵ عرادې امبولانسونو عامې روغتيا وزارت ته د سپارلو په غونډه کې ګډون وکړ. دغه غونډه چې د ګمرکاتو د ملي عوايدو اکاډمۍ په تالار کې جوړه شوې وه، د قرآن کریم په تلاوت سره پيل شوه. د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث نور الحق انور غونډې ته په خبرو کې وویل، اسلامي امارت د خپل ولس د ستونزو د حل په اړه عملي ګامونه پورته کوي او بې توپيره د کابل ښار او بدخشان د واخان هېوداوالو ته د يو شان خدمت ژمنتيا لري. شيخ الحديث نورالحق انور عامې روغتيا وزارت ته د امبولانسونو د سپارلو په غونډه کې وويل چې ښايي دا د نړۍ په نورو هېوادونو کې کومه لاسته راوړنه نه وي مګر د افغانستان په څېر هېواد لپاره چې تر دې وړاندې پرله پسې پرې پردي نظامونه تپل شوي وو؛ دا يوه لويه لاسته راوړنه ده. نوموړي وويل چې له يرغلونو وړاندې افغانستان د سيمې له هيوادونو سره په ډېرو برخو کې سيال و خو بهرنيو يرغلونو او جګړو د افغانستان بنسټونه له منځه يووړل. غونډې ته د چارو ادارې لوی رياست، د ملي تدارکاتو رئيس مولوي عبدالرحيم رحيمي او د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري معين مولوي محمد اسحاق عاصم صاحبزاده هم خبرې وکړې او د امبولانسونو د اخيستلو پروسې په اړه يې معلومات وړاندې کړل. په پای کې د چارو ادارې لوی ریاست له لوري د دې ادارې، ماليې او روغتيا وزارتونو هغو مسؤلينو او کارمندانو ته ستاينليکونه ورکړل شول چې د دې پروسې په سرته رسولو کې يې برخه اخيستې وه. دا غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.