نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۸) د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست اوونيزه اداري غونډه نن شنبه (جمادي الثاني۲۸ مه) د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث نورالحق انور په مشرۍ ترسره شوه. دغه غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه ورپسې شيخ الحدیث نورالحق انور اصلاحي وينا وکړه. په دغه غونډه کې […]
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۸) د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست اوونيزه اداري غونډه نن شنبه (جمادي الثاني۲۸ مه) د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث نورالحق انور په مشرۍ ترسره شوه. دغه غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه ورپسې شيخ الحدیث نورالحق انور اصلاحي وينا وکړه. په دغه غونډه کې چې د چارو ادارې لوی رياست د بېلابېلو رياستونو او جانبي واحدونو مسؤلينو ګډون کړی و، په يو شمير موضوعاتو بحث او پريکړې وشوې. په دغه اوونيزه اداري غونډه کې د تېرې اوونۍ د پرېکړو په تعقيب د چارو ادارې د تعميراتو د ساتنې او څارنې رياست، معلوماتي ټکنالوژۍ رياست او خدماتو رياست اړوند يو شمير موضوعاتو بحث وشو او په اړه يې تصاميم ونيول شول. په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست اړوند رياستونو کې د برېښنا د مصرف په اړه هم بحث وشو او د برق د بې ځايه مصرف د مخنيوي غوښتنه وشوه. دغه غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.