نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۹) د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست اونیزه غونډه نن شنبه د جمادی الاول ۹مه د دې ادارې د مالي او اداري معاون مولوي عبدالسلام حقاني په مشرۍ ترسره شوه دغه غونده د قرآن عظیم الشان تلاوت سره پیل وروسته ښاغلي مولوي عبدالسلام حقاني خپلې اصلاحي خبرې وکړې. غونډه […]
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۹) د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست اونیزه غونډه نن شنبه د جمادی الاول ۹مه د دې ادارې د مالي او اداري معاون مولوي عبدالسلام حقاني په مشرۍ ترسره شوه دغه غونده د قرآن عظیم الشان تلاوت سره پیل وروسته ښاغلي مولوي عبدالسلام حقاني خپلې اصلاحي خبرې وکړې. غونډه کې د بېلابېلو ریاستونو رئیسانو او د جانبي واحدونو استازو ګډون کړی ؤ او پکې بېلابېل موضوعات بحث او لازمې پرېکړې وشوې. په دې غونډه کې د تېرې اونۍ د غونډې پرېکړو له تعقیب وروسته د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د ستونزو د حل په موخه د راتلونکي کال په بودجه کې د دې ریاست لګښتونه باید په پام کې ونیول شي. په دې غونډه کې همدا راز پریکړه وشوه چې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست دې د چارو ادارې د دفتر ریاست سره په همغږۍ د ملي تدارکاتو د الکترونیکي سیستم په اړه یوه غونډه جوړه کړي او پایله به یې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي. له بلې خوا د رسمي-شخصي برېښنالیکونو د نه کارولو، د سرور د جوړولو او د فعالیتونو د چټکتیا او د مطبوعاتو ریاست د غونډو جوړولو سیستم د ساده کولو په اړه لازم بحثونه او پرېکړې وشوې. غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.