نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو چارو د عمومي مدیریت او عرفان خصوصي اکاډمۍ ترمنځ د ۳۰ تنه ځوانانو لپاره د وړیا زده کړو په موخه تړون لاسلیک سو. د دې تړون له مخي به د ځوانانو چارو عمومي مدیریت نوموړي اکاډمۍ ته ۳۰ تنه ځوانان […]
نن د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو چارو د عمومي مدیریت او عرفان خصوصي اکاډمۍ ترمنځ د ۳۰ تنه ځوانانو لپاره د وړیا زده کړو په موخه تړون لاسلیک سو.
د دې تړون له مخي به د ځوانانو چارو عمومي مدیریت نوموړي اکاډمۍ ته ۳۰ تنه ځوانان ورمعرفي کوي او د یادي اکاډمۍ له لوري به په وړیا توګه ورته د انګلیسي، خطاطۍ او اداري برخو کي زدکړي ورکول کیږي.
د نوموړي اکاډمۍ مؤسس عبدالکبیر(نایک) او مدیر عبدالهادي (الهام) وویل چي تل به د خپل مظلوم ولس او د وطن د بچیانو روزني ته خدمت کوي.
دا تړون د اکاډمۍ د مؤسس عبدالکبیر (نایک) او د ځوانانو چارو سرپرست مولوي عبدالغفار سعید (حقاني) لخوا لاسلیک سو.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۲۸ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.