نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د یکشنبې په ورځ سهار د کندهار ولایت مقام د لارښووني سره سم د پېښو پر وړاندي د مبارزې ریاست له ۳۰۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستو کولو لړۍ راپيل کړه، چي پکښي غنم، بوره، دال او وریجي شاملي دي. د کندهار د پېښو پر وړاندي د مبارزې رئیس ملاحمدالله وارث وویل، […]
د یکشنبې په ورځ سهار د کندهار ولایت مقام د لارښووني سره سم د پېښو پر وړاندي د مبارزې ریاست له ۳۰۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستو کولو لړۍ راپيل کړه، چي پکښي غنم، بوره، دال او وریجي شاملي دي.
د کندهار د پېښو پر وړاندي د مبارزې رئیس ملاحمدالله وارث وویل، یادي درې زره کورنۍ اړمني او جګړو ځپلي دي، چي د یوې ځانګړي تګلاري له مخي غوره سوي او له ډلي یې هره ورځ پنځوسو، سلو او یا هم دوو سوو کورنیو ته مرسته ورکول کیږي.
مرسته ترلاسه کوونکي له ولایتي ادارې څخه ځانګړې مننه وکړه، چي ورسره یې د خوراکي توکو مرسته وکړه. دوی په خپلو خبرو کي پر سوداګرو هم ږغ وکړ، چي دې ته ورته مرسته ورسره وکړي.
یکشنبه: ۱۴۴۳/۹/۹
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.