د پښتونستان څلورلارې او کابل سیند ترمنځ د لښتي جوړولو چارې روانې دي

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۴)د ځمکې سر اوبو د مدیریت په موخه، د پښتونستان څلورلارې او کابل سیند ترمنځ، د ۴۷۰ مترو په اوږدوالي او ۹۰ سانتی متره پراخوالي سره د یوه لښتي جوړولو چارې روانې دي. دا لښتی به په معیاري توګه جوړ شي، چې ورسره جوخت به واټونو ته د اوبو له راختلو مخ نیوی […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۴)د ځمکې سر اوبو د مدیریت په موخه، د پښتونستان څلورلارې او کابل سیند ترمنځ، د ۴۷۰ مترو په اوږدوالي او ۹۰ سانتی متره پراخوالي سره د یوه لښتي جوړولو چارې روانې دي.
دا لښتی به په معیاري توګه جوړ شي، چې ورسره جوخت به واټونو ته د اوبو له راختلو مخ نیوی وشي.
د کابل ښاروالۍ د پروژو او پروګرامونو ریاست انجنیران، د کار د کیفیت او په ټاکلي وخت ددغې پروژې د بشپړیدو په موخه، په دوامداره توګه څارنه کوي.