د پنجوایي د ولسوال په مشرۍ د اداري مجلس غونډه جوړه سوه

  د پنجوایي ولسوالۍ کي د پنجوايي د ولسوال ملاسیف الرحمن سیف په مشرۍ د اداري مجلس غونډه جوړه سوه، چي پکښي د پنجوایي د امنیه قومندان مولوي فیض الله فیضاني ترڅنګ ددې ولسوالۍ د ټولو ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو هم حضور درلود. غونډه چي د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت […]

 

د پنجوایي ولسوالۍ کي د پنجوايي د ولسوال ملاسیف الرحمن سیف په مشرۍ د اداري مجلس غونډه جوړه سوه، چي پکښي د پنجوایي د امنیه قومندان مولوي فیض الله فیضاني ترڅنګ ددې ولسوالۍ د ټولو ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو هم حضور درلود.

غونډه چي د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره راپيل سوه، په لومړيو کښي د پنجوایي ولسوالۍ ولسوال ملاسیف الرحمن سیف ټولو نظامي او ملکي مسؤلینو ته په بېلابیلو برخو کي لازمي سپارښتني وکړې، چي وروسته ددې ترڅنګ په دوهم قدم کښي د پنجوایي ولسوالۍ امنیه قومندان مولوي فیض الله فیضاني غونډي ته د تیري میاشتي راپور وړاندي کړ، چي د ښه امنیت ترڅنګ ئې یوشمېر نوري لاسته راوړني هم درلودې.

په یاده اداري غونډه کي نورو مسؤلینو هم په خپل نوبت سره د پنجوايي د ولسوالۍ له ولسوال ملاسیف الرحمن سیف او ددې ولسوالۍ له امنیه قومندان مولوي فیض الله فیضاني سره د تیري میاشتي راپورونه او لاسته راوړني شریکي کړې، چي وروسته د ټولو نظامي او ملکي ادارو ترمنځ پر پوره همږغۍ راوستلو ټینګار وسو.

وروسته یاده غونډه د دُعا په ویلو سره پا‌ی‌ته ورسېده.

یکشنبه: ۱۴۴۳/۷/۱۸