د پروان والي د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره وکتل

نن شنبه ۶ جمادی الاول ۱۴۴۳ نېټه د پروان ولايت والي مولوي قيام د ریاست الوزرا له سياسي مرستيال مولوي صاحب عبدالکبير سره د سپيدار په ماڼی کې ولیدل. د پروان والي مولوي قیام د خپلو کړنو او د اسلامي امارت له حاکمیت را پدې خوا د خپلو پرمختګونو په اړه مفصلې خبرې وکړې او […]

نن شنبه ۶ جمادی الاول ۱۴۴۳ نېټه د پروان ولايت والي مولوي قيام د ریاست الوزرا له سياسي مرستيال مولوي صاحب عبدالکبير سره د سپيدار په ماڼی کې ولیدل.

د پروان والي مولوي قیام د خپلو کړنو او د اسلامي امارت له حاکمیت را پدې خوا د خپلو پرمختګونو په اړه مفصلې خبرې وکړې او د پروان ولایت بشپړ امنيت یې د امنيتي ارګانونو ترمنځ هماهنګی او د ولسونو همکاری پایله یاده کړه.

مولوي صاحب عبدالکبير يې د پرمختګونو او امنيتي وضعيت ستاينه وکړه، د لا ډېر پرمختګ او نظم راتلو هيله مندي يې وښوده او په ځينې برخو کې يې ورته لازمې لارښوونې وکړې.