د پاکستان اسلامي جمهوریت پلاوي سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۵) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني کهر سره چې د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلې وه، په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل. په دې کتنه کې چې د کانونو […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۵) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني کهر سره چې د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلې وه، په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل.

په دې کتنه کې چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مولوي شهاب الدین دلاور او د افغانستان اسلامي امارت یو شمېر نورو مقاماتو هم حضور درلود، په پیل کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال یاد پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال د افغانستان او پاکستان روابط تاریخي، دیني او فرهنګي وبلل او زیاته یې کړه، اسلامي امارت د دواړو هیوادونو ترمنځ د دغو روابطو د لاپراختیااو پیاوړتیا غوښتونکی دی.

نوموړي په تېرو څلورو لسیزو کې د افغان کډوالو د کوربتوب په خاطر د پاکستان اسلامي جمهوریت مننه وکړه وې ویل، د اسلامي امارت په حاکمېدو سره په ټول هیواد کې امنیت تامین دی، اداري فساد لمنځه تللی او د نشه یي توکو کښت او قاچاق بند شوی دی.

محترم مولوي حنفي زیاته کړه، افغانستان د مرکزي او سویلي اسیا ترمنځ د اتصال پل دی او موږ د ټاپې، ټاپ، کاسا زر او پېښور- کابل – ترمذ رېل پټلۍ په څېر سترو پروژو د تطبیق په برخه کې همکارۍ ته چمتو یوو چې په پلي کېدو سره به یې د افغانستان او پاکستان او د سیمې نورو هیوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پیاوړې شي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه، موږ د ډبرو سکرو د سوداګرۍ میکانیزه کولو په لټه کې یوو او په همدې موخه مو بین الوزارتي باصلاحیته ګډه کمېټه ایجاد شوې ده. همداراز د بندرونو ملي کمېټه د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د اسانتیا برابرولو په موخه موظف شوې ده.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي پاکستاني پانګوال په افغانستان کې د کانونو، انرژۍ او کرنې په برخو کې پانګې ته وهڅول او زیاته یې کړه، موږ افغانانو ته د ویزې ورکولو په برخه کې د اسانتیاو برابرولو او افغان بندیانو د راخلاصېدو په برخه کې د پاکستان همکاري غواړو.

وروسته په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني کهر په خپلو خبرو کې وویل، موږ داسې بل کوم هیواد نه پېژنو چې د افغانستان او پاکستان په څېر زیات مشترکات ولري. هغې زیاته کړه، له څلوېښتو کلونو راپدېخوا په افغانستان کې زیات فرصتونه برابر شوي چې د دواړو هیوادونو په ګټه دي.

حنا رباني کهر دېته په اشارې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ په بندرونو کې دې د تګ راتګ لپاره یو میکانیزم جوړ شي وویل، رامنځته شوې ستونزې باید ژر حل شي، د افغان بندیانو د خلاصون لپاره میکانیزم موجود دی خو د حل لپاره یې لازیات وخت ته اړتیا ده.

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې په دې په ټینګار سره چې پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري وویل، له رامنځته شویو فرصتونو څخه باید اعظمي استفاده وشي او د تېر په تېروتنو کې راګېر نشو.

حنا رباني کهر د خپلو خبرو په پای کې وویل، موږ باید د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او دواړو هیوادونو د ولسونو ترمنځ تماس لپاره ښه چاپیریال ایجاد او ننګونې په فرصت بدلې کړو.

په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مولوي شهاب الدین دلاور په افغانستان کې د سرتاسري امنیت ټینګښت او د دواړو هیوادونو ترمنځ ګډو دیني، فرهنګي او ژبنیزو مشترکاتو ته په اشارې وویل، له فرصتونو څخه باید د افغانستان او پاکستان د خلکو د اقتصادي پرمختګ او هوساینې لپاره ګټه واخیستل شي.

همداراز په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان وویل، موږ د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی کوو، دا چې په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی، موږ باید د دواړو هیوادونو د ولسونو د هوساینې لپاره زیات کار او پانګونه وکړو او د ستونزو په حلولو تمرکز ولرو.