د ټولنې د روغتیایي کارکوونکو ملي ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۱د عامې ورغتیا وزارت د عرضه خدماتو معین حبیب الله اخندزاده حامد د ټولنې د روغتیايي کارکوونکو ملي ورځې د نمانځنې په پار جوړه شوې غونډې ته په وینا کې وویل: ( موږ د ټولنې د روغتیايي کارکوونکو د کارونو چې تل د روغتیايي عرضه خدماتو په لومړۍ کرښه کې کار کوي […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۱د عامې ورغتیا وزارت د عرضه خدماتو معین حبیب الله اخندزاده حامد د ټولنې د روغتیايي کارکوونکو ملي ورځې د نمانځنې په پار جوړه شوې غونډې ته په وینا کې وویل: ( موږ د ټولنې د روغتیايي کارکوونکو د کارونو چې تل د روغتیايي عرضه خدماتو په لومړۍ کرښه کې کار کوي قدرداني کوو او د دغې ورځ مبارکي ورته وایو.)
ښاغلي معین زیاته کړه چې : ( موږ د هېواد په کچه نږدې ۳۰ زره د ټولنې روغتیايي کارکوونکي، ۱۴۶۲۲ فعاله روغتیایي پوستې، ۱۹۱۴ تنه د ټولنې روغتیایي ناظرین، ۲۱۲۳۰ روغتیایي شوراګانې، ۱۰۷۸۶ د کورنیو روغتیایي کاري ګروپونه او ۳۷۰ روغتیايي ځالې لرو چې د خدماتو د آمریت (CBHC) تر چتر لاندې د هېواد په مختلفو سیمو کې روغتیايي خدمات وړاندې کوي.)
همدرانګه د عرضه خدماتو ښاغلي معین د ټولنې د روغتیايي کارکوونکو رول د مور او ماشوم د مړینې د کچې په کموالي د واکسین ترلاسه کول او په ټولنه کې د روغتیایي عرضه خدماتو د ښه والي لپاره ګټور وباله او وعده يې وکړه چې د عامې روغتیا وزارت رهبري د روغتیايي شرکاوو سره په تفاهم په دې هڅه کې دي چې د روغتیايي کارکوونکو د هڅو په پار ځینې امتیازات په نظر کې ونیسي او په دې برخه کې هڅې روانې دي.