د ټرانسپورټي شرکتونو استازو، له دولتي مسوولينو سره غونډه وکړه

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۸) د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې د ریاست الوزراء د دفتر رئيس، د چارو ادارې او عدليې وزارت مرستيالانو د ټرانسپورټ د خصوصي شرکتونو او ټرانسپورټ وزارت مسوولينو سره بېلابېلې غونډې وکړې او د ټرانسپورټ په برخه کې يې د ستونزو په حل بحث […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۸) د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې د ریاست الوزراء د دفتر رئيس، د چارو ادارې او عدليې وزارت مرستيالانو د ټرانسپورټ د خصوصي شرکتونو او ټرانسپورټ وزارت مسوولينو سره بېلابېلې غونډې وکړې او د ټرانسپورټ په برخه کې يې د ستونزو په حل بحث وکړ.
دغه غونډې چې نن د یکشنبې په ورځ د ربيع الثاني په ۱۸ مه نېټه په بېلابېلو وختونو کې جوړې شوې وې، پکې د ټرانسپورټي شرکتونو استازو ستونزې د ټرانسپورټ وزارت له مسوولينو سره شریکې شوې او د حل په اړه یې تفصيلي بحث وشو.

د هيواد د بېلابېلو زونونو د ټرانسپورټ وزارت استازو سره د ټرانسپورټي شرکتونو ستونزې شريکې کړې او هغوی ته يې د ستونزو د حل سپارښتنه وکړه.

په غونډه کې د هیواد د ټرانسپورټي سيستم د معياري او تنظيم په اړه هم بحث او پريزنټيشن وړاندې شو او د ياد وزارت مسؤلينو وويل چې د هيواد د ټرانسپورټي سيستم د معياري کولو لپاره اړينه ده چې د ټرانسپورټ وزارت طرحه تطبيق شي ترڅو د ترافيکي ګډوډيو مخه ونيول شي.