نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن د هلمند ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د غونډو په تالار کي د يونيسيف له لوري د پوليو وايروس په اړه د عامه پوهاوي يو ورځنی سيمينار وړاندي سو. چي پکښي د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کارکوونکو ترڅنګ پکښي د ځينو رسنيو خبريالانو هم ګډون درلود. ياد سيمينار د حافظ سميع […]
نن د هلمند ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د غونډو په تالار کي د يونيسيف له لوري د پوليو وايروس په اړه د عامه پوهاوي يو ورځنی سيمينار وړاندي سو. چي پکښي د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کارکوونکو ترڅنګ پکښي د ځينو رسنيو خبريالانو هم ګډون درلود.
ياد سيمينار د حافظ سميع الله (ياسر) صاحب لخوا د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت پيل سو. ورپسې د دغه سمينار د مسؤل ښاغلي ډاکټر اغاولي لخوا د سيمينار ګډونوالو ته ښه راغلاست وويل سو.
تر ښه راغلاست ويلو وروسته نوموړي خپل ترتيب سوی پرزينټېشن د سيمينار ګډونوالو ته پيل کړ نوموړي وويل: پوليو يو ساري ويروسي ناروغي ده چي له يو کس څخه بل کس ته د ځينو عواملو له امله خپريږي، او زياته يې کړه چي په دا ناروغۍ زياتره د ۵ کالو څخه کم عمر لرونکي ماشومان اخته کيږي چي د ماشومانو د فلج سره سره ځيني وخت د هغوی د مړيني لامل کيږي، ده وويل چي پوليو ويروس د عصابو هغه برخه تخريبوي کوم چي حرکي فعاليتونه ترسره کوي نو ځکه د پښې يا لاس د فلجېدو سبب کيږي.
ښاغلي اغاولي زياته کړه چي د پوليو ناروغۍ درملنه ناشوني ده نو ځکه بايد له وقايوې طريقې یعني واکسين څخه د دغه ناروغۍ د مخنيوي لپاره کار واخيستل سي.
وروسته يې په افغانستان کي د پوليو د مثبتو پيښو په اړه د سيمينار ګډونوالو ته مالومات وړاندي کړل، ده وويل چي په ۲۰۲۰ ميلادي کال په هيواد د پوليو ناروغۍ ۵۶ مثبتي پيښي ثبت سوي دي چي له جملې څخه يې په دغه ولايتونو لکه کندهار کي ۱۴ ، هلمند کي ۱۸ ، ارزکان کي ۴، زابل کي ۳ او نيمروز کي ۱ مثبته پېښه ثبت سوې ده .
همدارنګه نوموړي د خوښۍ په څرګندولو سره وويل چي په ۲۰۲۱ ميلادي کال کي د پوليو مثبتي پيښي د پام وړ راکښته سوې وې، ده وويل په ۲۰۲۱ ميلادي کال کي په ټول هيواد کي يوازي ۳ مثبتي پيښي ثبت سوي چي د ۲۰۲۰ ميلادي کال پر پرتله خوار کمي دي.
همداراز نوموړي د دغه ويروس د وقايې په اړه د سيمينار ګډونوالو ته وويل چي د ياد ويروس څخه د ماشومانو د ساتني اسانه لار واکسين دی چي لګښت يې هم لږ دی، ده زياته کړه چي د دغه واکسين ترڅنګ له پوليو ضد پېچکاريو څخه هم کار اخيستلای سو چي تر واکسين ډېر ګټور دی خو لګښت يې زيات دی، همداراز يې زياته کړه چي د واکسين په ورکولو سره د ماشومان په بدن کي انټي باډي جوړيږي چي د ماشوم بدن ته ويروس د داخلېدو سره سم له منځه ځي.
همداراز نوموړي د دغه ويروس د نښو نښانو په اړه وويل چي په دغه ناروغۍ اخته ۹۵ سلنه ناروغانو کي هيڅ نښي نه ليدل کيږي خو په ځينو کي يې نښي عبارت دي له نس ناستي، خوا ګرځي، اسهال، زکام او داسي نور…
ده زياته کړه چي دغه ويروس د خولې له لاري په ويروس دککړ لاس په واسطه ماشومانو ته انتقاليږي همدارنګه ککړي اوبه، ککړ خوراکي مواد او په ازاد محيط کي د غايطه موادو څخه روغ ماشومانو ته انتقاليږي.
ښاغلي اغاولي زياته کړه چي اوس مهال په ټوله نړۍ کي د پوليو ۳۵۰۰۰۰ درې لکه پنځوس زره واقعات ثبت سوي. ده وويل چي موږ په افغانستان کي په هرکال کي ۴ ځله د پوليو ضد کمپاين ترسره کوو.
نوموړي وويل د پوليو ضد واکسين د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۳ ميلادي کال کي جوړ سو او په ۱۹۵۷ ميلادي کال کي تطبيق سو.
د پرزينټېشن د پای ته رسېدو وروسته ښاغلي اغاولي د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس، خبريالانو او د سيمينار له ګډونوالو وغوښتل ترڅو د پوليو ضد کمپاين کي له هري ممکنه لاري له دوی سره برخه واخلي ترڅو افغانستان له دغه ناوړه ويروس څخه وژغورل سي.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري دیونیسیف مسؤلینو ته دپولیو دعامه پوهاوي په برخه کي دهر راز همکاریو ډاډ ورکړل سو.
ياد سيمينار د حافظ مولوي حمدالله مدثر له لوري په دعائيه وينا پای ته ورسېد.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۱۲ هــ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.