د ولایت مقام مامورینو، کارکوونکو او مجاهدینو ته اصلاحي بیانونه او له ولس سره د ښه چلند کولو په موخه توصیې وړاندي سوې

  د شنبې په ورځ غرمه د کندهار ولایت مقام د عمومي غونډو په تالار کښي د کندهار امربالمعروف او نهي عن‌المنکر ریاست د رئیس مولوي عبدالرحمن‌منیب او د یاد ریاست د اجرائیه مُدیر مولوي عبدالهادي حماد لخوا د ولایت مقام مامورینو، کارکوونکو او مجاهدینو ته اصلاحي بیانونه او له ولس سره د ښه چلند […]

 

د شنبې په ورځ غرمه د کندهار ولایت مقام د عمومي غونډو په تالار کښي د کندهار امربالمعروف او نهي عن‌المنکر ریاست د رئیس مولوي عبدالرحمن‌منیب او د یاد ریاست د اجرائیه مُدیر مولوي عبدالهادي حماد لخوا د ولایت مقام مامورینو، کارکوونکو او مجاهدینو ته اصلاحي بیانونه او له ولس سره د ښه چلند کولو په موخه توصیې وړاندي سوې، چي پرمهال یې د ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب‌الله او د ولایت مقام د مطبوعاتو مسئول مولوي محمود عزام هم حضور درلود.

 

غونډه، چي قاري عبدالمالک د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره راپيل کړه، په لومړیو کي د کندهار ولایت مقام د مطبوعاتو مسئول مولوي محمود عزام خوښي وښودله، چي د ولایت مقام له ټولو مامورینو، کارکوونکو او مجاهدینو سره دا ډول غونډه کي ګډون کوي او د یاد مجلس د هدف په اړه یې معلومات د غونډي له ټولو ګډونوالو سره شریک کړل.

 

وروسته د کندهار د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر ریاست رئيس مولوي عبدالرحمن‌منیب لومړی د خپلي ادارې د ارزښت، اصلي موخي او کړنلاري په اړه بشپړ معلومات وړاندي کړل او زیاته یې کړه، چي کلونه ـ کلونه ددې شرعي نظام په راتګ کښي مبارزه سوې او زیاتي قربانۍ ورکول سوي، نو پکار داده، ترڅو ټول د همدې شرعي نظام د اُصولو مطابق ځانونه عیار او کړني ترسره کړو او په خپلو خبرو کي یې د ټولو ادارو له رئیسانو، مامورینو او مجاهدینو څخه وغوښتل، ترڅو د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر ریاست سره بشپړه همکاري وساتي او تل خلګ ښې لاري ته رابولي او له بدو کړونو څخه یې راوګرځوي.

 

همدا راز غونډه کی د کندهار د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر ریاست اجرائیه مُدیر مولوي عبدالهادي حماد هم خبري وکړې، هغه زیاته کړه، افغاني ټولنه یوه اسلامي ټولنه ده او ټول افغانان پر اسلام، دین او مذهب مین او هم ټول له اسلامي احکامو خبر دي، چي په خبره یې دا پر هر مسلمان فرض ده، ترڅو خلګ ښو کارونو ته راوبولي او له بدو کارونو څخه یې راوګرځوي.

 

مولوي عبدالهادي حماد د خپلو خبرو په وروستیو کي وویل، د یوشمېر کړیو له لوري د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر ریاست اهداف، کړني او کړنلاري خلګو او نړیوالو ته په غلط ډول تعبیر کیږي، چي باید ددې کړیو پر وړاندي په ګډه مبارزه وسي او د خپلو خبرو په وروستیو کي یې له ټولو مامورینو، کارکونکو او مجاهدینو څخه وغوښتل، ترڅو د ټولو مراجعینو سره ښه اخلاق او نرم چلند وکړي او هم یې ټولو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.

 

تر یادو څرګندونو وروسته د ولایت مقام مامورینو، کارکوونکو او مجاهدینو ته د اصلاحي بیانونو او له ولس سره د ښه چلند کولو په موخه جوړه سوې غونډه د دُعا په ویلو سره پای‌ته ورسېده.

 

شنبه: ۱۳۴۳/۶/۲۷