د ولایت مقام د دفتر رئیس په مشرۍ د اضطرار کمېټې غونډه ترسره شوه

    د دوشنبې په ورځ سهار ولایت مقام کي د ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب‌الله په مشرۍ د اضطرار کمېټې غونډه د ژمنیو مرستو، وچکالۍ او اړمنو کورنیو ته د مرستي برابرولو په موخه جوړه سوه، چي په یاده کمېټه کښي د ګډونوالو موسسو او ریاستونو ټولو مشرانو او استازیو حضور درلود. […]

 

 

د دوشنبې په ورځ سهار ولایت مقام کي د ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب‌الله په مشرۍ د اضطرار کمېټې غونډه د ژمنیو مرستو، وچکالۍ او اړمنو کورنیو ته د مرستي برابرولو په موخه جوړه سوه، چي په یاده کمېټه کښي د ګډونوالو موسسو او ریاستونو ټولو مشرانو او استازیو حضور درلود.

 

د غونډي په پيل کي د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب‌الله لومړی په خپلو خبرو کي ټولو ته ښه راغلاست ووایه او په خپلو خبرو کي وویل، دا چي په کندهار کي اړمني کورنۍ زیاتي سوي، نو د ژمي په موسم کي د یادو کورنیو اړتیاوي څو برابره زیاتیږي، چي په خبره یې د کندهار والي په ځانګړې لارښوونه ددې کمېټې اړوند ټولي موسسې او ادارې باید اقتصاد، وچکالۍ، بې سرپناه او جګړه ځپلو کورنیو ته خاصي مرستي ترتیبي کړي.

 

تر یادو څرګندونو وروسته د اجنډا سره سم کندهار کي ژمني موسم ته د چمتوالي، اقتصاد، وچکالۍ او جګړو ځپلو کورنیو ته د ژمنیو مرستو برابرولو، د ولایت مقام څخه د احکام سویو عرایضو، د بې‌سرپناه کورنیو لپاره د یوې تګلاري چمتو کولو او یوشمېر نورو موضوعاتو باندي بحث او خبري وسوې، چي د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب‌الله په مشرۍ پر یوشمېر مهمو مسائیلو پریکړي وسوې.

 

همدار راز غونډه کي د کندهار ښاروال حاجي نعمت‌الله حسن وویل، ادارې یې د ښار د پاکوالي او خلګو ته د ښو سهولتونو برابولو ترڅنګ ژمي ته د پوره چمتوالي په موخه د چریو، ماندونو او د سړکانو د پاکوالي کارونو ته دوام ورکړی او ددې ترڅنګ یې د یوشمېر پُلچکونو د جوړېدو چاري رواني کړي دي، ترڅو هیوادوال د سیلابونو راتلو له ستونزو سره مخ نه سي.

 

غونډه کي د عامي روغتیا رئيس حافظ عبدالحي عباس وویل، ټول اداري پرسونل یې هڅه کړې، ترڅو د روغتیا په برخه کي د ټولو هیوادوالو ستونزي له منځه یوسي او په خپلو خبرو کي یې زیاته کړه، ژمي ته د چمتوالي په موخه یې د نورو ځانګړیو کارونو ترڅنګ د باران موسسې په همکاري اوس ولسوالیو کي خلګو ته د بوټو او بُخاریو د وېش لړۍ پيل کړې.

 

د موسسو په استازیتوب د غیري خوراکي توکو او بیړنۍ سرپناه همږغۍ کوونکي ادارې«UNHCR» استازي بلال احمد ځدران وویل، د ژمني موسم د پلان له مخي یې ادارې له «۱۸۰۰» کورنیو سره د ژمنیو مرستو ترڅنګ نغدي مرسته وکړه او ددې پلان له مخي غواړي راتلونکو ورځو کي «۱۵۰» نورو کورنیو ته سرپناه او نغدي مرسته برابره کړي، له «۱۰۰۰» کورنیو سره د بیا ځای پر ځای کېدو په موخه نغدي مرسته وکړي او همدا راز له «۱۷۰۰» ځانګړو اړتیا لرونکو کورنیو سره نغدي مرسته هم وکړي.

 

دوشنبه: ۱۴۰۰/۹/۸