د ولایت مقام استازي په پرونۍ پېښه کي د ټپیانو پوښتني ته ورغلل

د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب‌الله د کندهار د امنیه قومندانۍ د استازي مولوي عبدالنافع حقاني او د درېیمي حوزې د آمر حافظ مُبین په ملتیا د کندهار مهمند روغتون ته ولاړل او هلته یې په پرونۍ پېښه کي د ټپیانو حال له نژدې واخیست او کورنۍ ته یې د کندهار والي […]

د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب‌الله د کندهار د امنیه قومندانۍ د استازي مولوي عبدالنافع حقاني او د درېیمي حوزې د آمر حافظ مُبین په ملتیا د کندهار مهمند روغتون ته ولاړل او هلته یې په پرونۍ پېښه کي د ټپیانو حال له نژدې واخیست او کورنۍ ته یې د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د ډاډګیرني پيغام واوراوه.

 

په پيل کي د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب‌الله، پرون د یکشنبې په ورځ د کندهار په درېیمه حوزه کښي په رامنځته سوې پېښه کي د خدای ج له لوی دربار څخه شهیدي سوي زناني ته د جنت فردوس غوښتنه وکړه او دوو نورو ټپي زنانو ته یې بیا د خدای ج له لوی دربار څخه د عاجلي او بشپړي روغتیا غوښتنه وکړه او د خپلو خبرو په دوام یې  له یادي کورنۍ څخه ځانګړې بخښنه وغوښته او زیاته ئې کړه، چي د یادي پيښي عاملین نیول سوي او اوس په محبس کي دي.

 

مولوي محب‌الله په خپلو خبرو کي د یاد روغتون د ډاکټرانو څخه وغوښتل، ترڅو د ټپیانو د بشپړي او عاجلي روغتیا په برخه کي پوره هڅي وکړي، چي د ډاکټرانو لخوا د ټپیانو وضعیت د ډاډ وړ وښودل سو او زیاته یې کړه، چي درملنه یې په ښه ډول روانه ده او هیڅ د تشویش وړ خبره نه ده.

 

یکشنبه: ۱۴۴۳/۷/۱۸/ هـ ق