نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د وزیر محمد اکبر خان څلورلارې د ښکلا چارو تر بشپړېدو وروسته د ریاست الوزرا د مرستیال ملا عبدالغني برادر له لوري په داسې حال کې چې، د کابل والي شیخ محمد قاسم، د کابل ښاروالۍد ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني او د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال مولوي حبیب […]
د وزیر محمد اکبر خان څلورلارې د ښکلا چارو تر بشپړېدو وروسته د ریاست الوزرا د مرستیال ملا عبدالغني برادر له لوري په داسې حال کې چې، د کابل والي شیخ محمد قاسم، د کابل ښاروالۍد ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني او د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور یې ملتیا کوله د پټۍ په پرېکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د ریاست الوزرا مرستیال د ښاري ښکلا پروګرامونه وستایل او ویې ویل چې، ښاري ښکلا د ښاریانو په ژوند کې خورا ارزښت لري او خلک راتلونکې ته هیله مند کوي. نوموړي د کابل ښاروالۍ مسئولانو ته لارښوونه وکړه چې، د ملي سوداګرو په مرسته د ښار په ټولو برخو کې د ښاري ښکلا پروګرامونه پلي کړي. د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال وویل چې، په یاده څلورلارې کې د ۱۱ متره په لوړوالي د ښاري ښکلا یو سمبول چې په سر کې یې د کُرې په بڼه د ۲ متره په پنلوالي څراغ ډیزاین شوی، د شاوخوا ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د افغان یوناتید بانک په ملاتړ په بنسټیزه توګه جوړ شوی دی او شاوخوا یې د اوبو فوراې، جدولونه او په زینتي تیږو فرش هم په نظر کې نیول شوی دی. ورته مهال د کابل والي د کابل ښاروالۍ د مسئولانو کړنې وستایلې او ویې ویل چې، دوی به په هره برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.