نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
په دې حشر کې د یادو ناحیو د ګذر وکیلانو او د ځوانانو شوراګانو غړو برخه اخیسته وه چې پایله کې سړکونه له واورې څخه پاک او واوره یې په جذب وړ سیمو کې زیرمه کړه. د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس قاري واسع الله زاهد له ګډونوالو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې، د یاد حشر موخه د مسئولانو او ښاریانو ترمنځ د مرسته کولو د روحیې پیاوړي کول دي چې، ښاریان باید د خپلو بامونو واوره په کوڅو، پلو لارو او سړکونو کې ونه غورځوي. د ښاغلي زاهد په وینا، په عامه ځایونو کې د واورې غورځول، له یوې خوا د ښاري تاسیساتو د ویجاړتیا لامل ګرځي او له بل لوري د ښاریانو په تګ راتګ کې ستونزې را منخته کوي. نوموړي له ښاریانو غوښتنه وکړه چې، واوره په جذب وړ سیمو کې زیرمه کړي، څو ورسره د ځمکې لاندې اوبه ډیرې شي. ورته مهال ښاریانو د وروستۍ واورې ورېدل یو نیک فال وباله او ژمنه یې وکړه چې، له کابل ښاروالۍ سره به د کلتوري کارونو په ترسره کولو کې مرسته کوي. ګډ کارونه او حشرونه د دې خاورې د وګړو په پخوانیو منل شویو دودونو کې ځای لري او د لا پیاوړتیا لپاره یې باید هلې ځلې وشي.
الاماره (۱۴۴۴/رجب ۷)
دیدگاهها بسته است.