نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن پنج شنبه د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار د وادي هلمند د لوړو زده کړو مؤسیسې څخه ۱۲۰ تنه محصلین د یو لړ مراسمو په ترڅ کي فارغ او فراغت لیکونه ورکول سوه. د غونډي په پیل کي د وادي هلمند خصوصي د لوړو زده کړو موسیسې رئیس پوهندوی محمد اسماعیل مهربان خبري […]
نن پنج شنبه د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار د وادي هلمند د لوړو زده کړو مؤسیسې څخه ۱۲۰ تنه محصلین د یو لړ مراسمو په ترڅ کي فارغ او فراغت لیکونه ورکول سوه.
د غونډي په پیل کي د وادي هلمند خصوصي د لوړو زده کړو موسیسې رئیس پوهندوی محمد اسماعیل مهربان خبري وکړې او تر هر څه وړاندي یې ټولو فارغینو ته مبارکي وړاندي کړه او د زیات بریالیتوب هیله یې څرګنده کړه.
ښاغلي مهربان وویل چي وادي هلمند د لوړو زده کړو مؤسیسې لخوا په ۱۱ دوره کي ۱۲۰ تنه له طب پوهنځۍ څخه فارغ او ټولني ته یې د خدمت په موخه وړاندي کړه.
د هلمند د دولتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي ډاکتر سمیع الله سعید د فارغ سویو محصلینو سره ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چي هڅه به وکړي تر څو د یادو محصلینو څخه د ټولني په پرمختګ کي ګټه واخلي او د خپلي خوښي مسلکي دندي ته یې جذب کړي تر څو د هېواد او ټولني د خدمت جوګه وګرځي .
ښاغلي سعید وویل چي د بیسوادۍ سره باید مبارزه وسي او د هېواد نوی نسل باید په اسلامي ښووني او رزوني سمبال سي تر څو مو په هېواد کي د بیسوادۍ کچه راتیټه سي او سیال افغانستان څخه برخمن سو.
ډاکټر سعید زیاته کړه چي هڅه کوي ترڅو په بېلابېلو برخو کي په معارف، دولتي او خصوصي پوهنتونونو کي شته ستونزي هواري کړي او د زده کړو کیفیت سم، محصلین او زده کړیالانو ته بېلابېلي اسانتیاوي موجودي کړي .
فارغ سویو محصلینو خوښي وښوده او زیاته یې کړه چي نور ددې وخت رارسیدلی دی چي په ګډه د ودان افغانستان لپاره کار وکړو دوی همدا راز د هلمند ولایتي ادارې او تجارانو غوښتنه وکړل چي د بېوزله محصلینو لاسنیوی وکړي.
د یادوني وړ ده چي وادي هلمند د لوړو زده کړو مؤسیسه له تېرو۱۲ کلونو راهیسي په لښکرګاه ښار کي فعالیت کوي چي تراوسه یې د بېلابېلو پوهنځیو څخه ۱۱ دورې محصلین فارغ کړي او اوس هم زرګونه محصلین پکښې په زده کړو بوخت دي.
نېټه:۱۴۴۳/۸/۲۱ هــ ق
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.