د هېواد د کډوالو او بیا راستنیدونکو چارو وزیر، د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور ریاست له رئیس سره وکتل

  زرنج، د رجب ۱۴ مه / د سلواغې ۲۷ مه د باختر خبري آژانس د راپور پر اساس، د ا.ا.ا د کډوالو او بیا راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست وزیر،  الحاج خلیل الرحمن حقاني او مل پلاوي په داسي حال کې، چې د نیمروز د کډوالو او بیا راستنیدونکو چاور رئیس، الحاج مولوي صدیق الله […]

 

زرنج، د رجب ۱۴ مه / د سلواغې ۲۷ مه

د باختر خبري آژانس د راپور پر اساس، د ا.ا.ا د کډوالو او بیا راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست وزیر،  الحاج خلیل الرحمن حقاني او مل پلاوي په داسي حال کې، چې د نیمروز د کډوالو او بیا راستنیدونکو چاور رئیس، الحاج مولوي صدیق الله نصرت هم ورسره مل وو د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور له رئیس، مفتي حبیب الله “الهام” سره لېدنه وکړه.

د کډوالو او بیا راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست وزیر،  الحاج خلیل الرحمن حقاني او مل پلاوي د لیدني ترڅنګ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښوونیزو کورسونو او کمپیوټر لیب څخه هم لیدنه وکړه او د ښاغلي “الهام” د هڅې او نوښتونه  څخه د مننې سربیره یې د ځوانانو د ظرفیت لوړونې په برخه کې د فعالو کورسونو رول مهم وګاڼه.