نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د افغانستان اسلامي امارت رئيس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخند د ايران اسلامي جمهوریت د بهرنيو چارو وزير محترم ډاکترسيد عباس عراقچي سره چې د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و، نن غرمه په ارګ کې وکتل. په پيل کې، محترم الحاج ملا محمد حسن اخند محترم عراقچي او ورسره پلاوي […]
د افغانستان اسلامي امارت رئيس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخند د ايران اسلامي جمهوریت د بهرنيو چارو وزير محترم ډاکترسيد عباس عراقچي سره چې د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و، نن غرمه په ارګ کې وکتل.
په پيل کې، محترم الحاج ملا محمد حسن اخند محترم عراقچي او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او د دواړو مسلمانو او وروڼو هيوادونو ترمنځ يې د ډيپلوماتيکو، سياسي او اقتصادي اړيکو د پياوړتيا او پراختيا لپاره د دغو سفرونو د زياتوالي غوښتنه وکړه.
د ايران د بهرنيو چارو وزير محترم سيد عباس عراقچي له افغانستان سره د ايران تاريخي، ديني او اقتصادي اړيکو ته په اشارې وویل، خوښ يوو چې له څلورو لسيزو وروسته په افغانستان کې سراسري امنيت ټينګ شوی او په لوړه کچه د ډيپلوماتانو منل او د اړيکو پالل د دې ښودنه کوي، چې ايران د افغانستان اسلامي امارت سره پياوړې اړيکې لري.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.